1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «گردن دېوال» ترانزيتي لاري د جوړولو پروژه

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۱۳, یکشنبه

افغان چارواکي وايي چي د «گردن دېوال» په نامه ترانزيتي لاري د جوړولو کار به په راتلونکي کال کي شروع کړي. دغه لار هرات د افغانستان د مرکزي ولايتونو له لاري له کابل سره نښلوي.

https://p.dw.com/p/17pRa
Zu sehen ist der Neubau einer Straße in der Provinz Helmand in Afghanistan Arbeiter beim Teeren Die Bilder hat uns unser Korrespondent Mojtaba Mohammadi aus Helmand geschickt. Alle Rechte gehören der DW. Aufnahmedatum: 09.05.2011 Auf-Afg (Wiederaufbau Afghanistan)
Wiederaufbau Afghanistanانځور: DW

چارواکي وايي چي د دغي پروژې د ترسره کولو له پاره نزدې اته سوه ميلیونه امریکايي ډالرو ته اړتيا لري. افغان حکومت وايي دغه پیسې به د آلمان په ګډون له امریکا، اروپايي ټولني، نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق څخه ترلاسه کړي.

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي چي د جرمني هیواد هم له دوی سره په دغه مهمه اقتصادي پروژه کي د مرستي ژمنه کړې ده.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ مياشتي ۳) په کابل کې وویل، چي «ګردن دېوال» ترانزیتي لاره به هرات، غور، دایکندي، بامیان او میدان وردګ له کابل سره ونښلوي چې د اوسنۍ لويي لاري په پرتله به هرات له کابل سره۳۰۰ کیلومتره نژدې شي:

«اوسنۍ لویه لار ډېره اوږده ده او له ډیرو ستونزمنو سیمو څخه تیریږي. د دغي لاري د رغاولو له پاره ډیر لګښت راځي نو ځکه مو دا پلان ونیو، چې له ماليي وزارت سره په ګډه له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه ورته پیسې تر لاسه کړو چې یو شمیر نړیوال بنسټونه او هیوادونه مو د پور اومرستو په ورکولو قانع کړي دي.»

د «ګردن دېوال» لويي لاري د ملک د ختیځ او لوېدیځ ګډ دهلیزهم ویل کیږي.

له اقتصادي اړخه به د ګردن دېوال پروژې په بشپړیدو سره د هغو ولایتونو د اوسیدنکو اقتصادي حالت هم وده وکړي، چې دغه لویه لاره یي په سیمو کي تېریږي.

غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې ډیری وګړي یي په فقر کې ژوند کوي او کرونده ګر يي نه شي کولای خپل محصولات پر وخت بازارونو ته ورسوي.

د ګمرکونو د چارو معین مبین شاه وایي دوی تلاښ کوي، چې افغانستان د ترانزیت له اړخه په یوه داسي وطن بدل کړي چې پکښې د اسیا د ملکونو ګټي خوندي وي او تمرکز یې دلته وي.

د ماليې وزارت وياند توحیدي په خبره د پیسو نړیوال صندوق به د دغې لاري له پاره د ماليي امکاناتو په انسجام کې له حکومت سره مرسته وکړي:

«موږ د پیسو له نړیوال صندوق، اروپايي ټولني، آلمان او یو شمیر نورو هيوادو سره خبري کړي دي، هغوی د ګردن دېوال د پروژې د تمویل له پاره د مرستو ژمني کړي دي، ځیني به یي اوږد مهالي پورونه راکوي چې سود به یې ډير لږ وي او وروسته به حکومت د همدې ترانزیتي لاري له عوایدو څخه دغه پورونه له دیرشو څخه ترڅلویښتو کلونو پوري پوره کړي.»

د فواید عامې وزارت ارقام ښيي چې د ګردن دېوال د ترانزیتي لويي لاري له ۷۰۵ کیلومتره واږدوالي څخه یوازي ۵۴ کیلومتره یي دمیدان وردګو په ولایت کې ډمبر شوې ده او پر پاتي هغه به يې هم ژر کار شروع شي.

لويي لاري د افغانستان د اقتصاد له پاره ډیري مهمي ګنل کیږي او د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته شاوخوا پینځه زره کلیومتره سړکونه ډمبر شوي دي.