1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د گرشک ولسوالۍ پر صرافۍ بازار طالبانو يرغل کړی

۱۳۹۶ مرداد ۱۳, جمعه

د هلمند چارواکو ويلي دي چي د جمعې په ورځ سهار د گرشک ولسوالۍ پر صرافۍ بازار د وسله والو طالبانو په يرغل کي پنځه کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2hfo7
Karte Afghanistan Provinz Helmand Englisch
انځور: DW

د هلمند د ولايتي شورا غړي راضيه بلوڅ، ويلي دي چي وسله والو لومړی د دغه بازار په دروازه کي ځانمرگی بريد کړی درې ساتونکي او دوه نور کسان ئې وژلي دي او درې وسله وال بازار ته ننوتي دي او له افغان امنیتي ځواکونو سره جنگيږي.

د کرشک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي مولوي احمد، ويلي دي چي دوی په صرافۍ بازار کي بند پاته دي: «موږ د ډزو له ويري دباندي وتلای نه سو.»

بلوڅ ويلي دي چي کيدای سي پر دغه بازار باندي د وسله والو د يرغل هدف د کرشک ولسوالي ودانۍ وي چي دغه بازار ته نژدې پرته ده. خو ياغيان خپلي موخي ته تر رسېدو مخکي پيژندل سوي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ويلي دي چي په گرشک کي ئې د امنيتي ځواکونو پر قرارگاه او نورو تاسيساتو يرغل کړی دئ.

دا په داسي حال کي ده چي تيره شپه ماښام هم په دغه ولسوالي کي د ملي پوليسو پر يوې پوستې باندي ځانمرگي بريد دوه پوليس وژلي او دوه نور پکښې ټپيان سوي دي.

کرشک ولسوالي له څو اونيو راهيسي د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د جگړې ډگر گرځېدلې. د جولای مياشتي پر ۲۱ د امريکايي ځواکونو په يوه اشتباهي هوايي بريد کي ۱۶ کسان ووژل سول او د افغان امنيتي ځواک دوه غړي پکښې ټپيان سول.

طالبان د هلمند خاوري په سلو کي پر تقريباً ۸۰ سلنه باندي کنترول لري او دغه راز ئې په گاونډيو ولايتونو کندهار او روزگان کي بريدونو ته زور ورکړی.

د يوه بل خبر له مخي تيره شپه د کابل په شمال کي د ناټو ځواکونو پر يوه کاروان باندي په ځانمرگي بريد کي د دغه سازمان يو عسکر وژل سوی دئ.

په قرباغ ولسوالۍ کي پر دغه کاروان باندي د ځانمرگي بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دئ.