1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گنډلو له لارې په ټولنه کې ادغام

۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د آلمان د فرانکفورت ښار په بورنهایم سیمه کې د گنډلو په یو دوکان کې له ټوکرانو څخه جوړ د خیاطۍ ډول ډول نمونې لیدل کیږي. غذرا د یو لوې میز څنډي ته ولاړه ده او په ډیر دقت سره ټوکران پرې کوي. عذرا غواړي نن یو بلوز وگنډي.

https://p.dw.com/p/1ILQB
غذار او د هغې د کار ځای
انځور: DW/N. Müller

عذرا یوه د هغو یو میلیون مهاجرو څخه ده چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلې ده. ډیرې دغه مهاجر لکه د سوریې، عراق او افغانستان په څیر جگړه ځپلو هیوادونو څخه راغلي دي. تر یو ستونزمن سفر وروسته له دغې ټولنې سره هم غږي کیدل یوه بله ستونزه ده. په ډیرو مواردو کې ټولنیز ادغام د ژبې زده کړي، کار پیدا کولو او تحصیل په معنی وي.

عذرا د عراق په پلازمېنه دمیشق کې د«فیشن او مود» په برخه کې زده کړه کړي. نوموړې غواړي په آلمان کې په دې برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ خو تر ټولو دمخه هغه اړ ده چې آلماني ژبه زده کړي. په داسې حال کې چې هغه ژبه زده کوي دا فرصت یې هم ترلاسه کړی دی چې خپل مسلک ته هم دوام ورکړي. دا په آلمان کې د هغې لومړی کار دی.

د Stitch by stitch پروژه د کلاودیا فریک او د فیشن طراحې نیکي فان آلونسلیبن، په وسیله په لاره اچول شوې ده. دوی هیله لري چې دغه پروژه به له مهاجرو سره مرسته وکړي چې په آلمان کې خپل ژوند، کلتور او کار هم غږې کړي.

کلاودیا وایې چې: «پوښتنه دا وه چې موږ څه کولای شو؟ نه دا چې میرکل څه مرسته کوي یا نور څه ترسره کوي؟». کلاوډیا هیله لري چې په راتلونکو څو کلونو کې دغه خیاطانې خپلي شخصې دستگاوې جوړې کړي.

د عذرا له پاره کار کول د ده په ژوند کې یوه لویه لاسته راوړنه وه. که څه هم نیکې او کلاوډیا خپل شخصي ورکشاپ لري، خو د Stitch by stitch پروژه بیا خپلي ستونزي لري. په ځانگړي توگه دغه مېرمني باید د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ته ولاړ شي.

مثبت ځواب

دا پروژه د مهاجرو له پاره گټوره ده او کیدای شي په اوږده موده کې ډیر عاید هم ولري. له همدې امله دوی غواړي چې د فیشن کوچنیو کمپنیو ته مودونه طراحي کړي. تر اوسه پوري د دوی طرحو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی. دوی وایې چې سیمه ایزي کمپنۍ علاقه لري چې له دغې پروژې سره قرارداد وکړي، ځکه دوی غواړي له مهاجرو سره کار وکړي.

تر اوسه پوري عذرا یوازنۍ مهاجره ده چې د Stitch by stitch له پروژې سره کار کوي، خو د روان کال تر پایه پورې نیکې او کلاوډیا هیله لري چې تر پنځو تنو پورې مهاجر کارگر ولري. که هر څه سم پر مخ ولاړ شي نو د Stitch by stitch ټیم پریکړه کړې چې دغه ورکشاپ به لوې او د آلمان نورو ښارونو ته هم وغځوي.