1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوانتانامو بنديانو ته به څوک ځای ورکړي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

د بشرې حقونو د ټولنو او پر امريکه باندې نيوکه کوونکو لخوا ستايل کېدونکی، د گوانتانامو د نظامي جېل په هکله د امريکې د نوي مشر بارک اوباما د سياست بدلون هسې يوه په اصطلاح مرمت کاري ده.

https://p.dw.com/p/HkBQ
ګوانتانامو زندان کې د امريکا بيرغ رپېږیانځور: AP

که څه هم هغه لاگر يا جېلخانه به په يوه کال کې تړل کيږي، خو د امريکې متحده ايالتونه هنوز هم په ناکامۍ سره داسې هېوادونه لټوي، کوم چې دې ته چمتو وي، د گوانتانامو له بنديانو څخه هغو کسانو ته ځای ورکړي، چې نه په امريکه کې پاتې کيږي او نه له امنيتي ډاره خپلو هېوادونو ته ستانه کېدی شي.

په آلمان کې هم، کوم چې له څو ورځو راهيسې د واشنگټن له مستقيمې غوښتنې سره مخامخ دئ، د گوانتانامو د يواځې لسو تنو بنديانو د منل کېدنې د پاره چمتووالی ډېر کاواکه دئ. په حکومتي ټلواله کې همدا اوس هم ورباندې لانجه راپورته شوې او د کورنيو چارو وزير وولفگنگ شويبله وايي، د ټاکنو په کال او يوه داسې هېواد کې، چېرته چې څوک د امريکې د مخکيني مشر بوش د ادارې د ترهگري ضد سياست د ناکامۍ کوم مسئوليت ځان ته نه احساسوي.

دا به د انساني اړخه هم يو مناسب کار وي، هغه بنديان ومنل شي، چې پرته له کوم جرم څخه د امريکې په نظامي تور کې راگير شوي او اوس د وړاندې تعقيب له ډاره خپلو اصلي هېوادونو ته د تگ زړه نه نيسي - او دا له دې کبله هم، چې د آلمان هېواد د گوانتانامو پر اصول باندې د نړۍ له نامتو نيوکه کوونکو څخه دئ.

دا ټينگارهم کېدلی شي، چې امريکه بايد نظامي محکمه هم د تل د پاره ړنگه کړي، د کومې په باب چې بارک اوباما هم متردد دئ. د دې قانوني دولت له اصولو سره د سموالي تر شک لاندې پروسې مده د مۍ په شلمه ورځ پای ته رسېدونکې ده او داسې نخښې نښانې ښکاري، چې د بارک اوباما حقوقي صلاحکارانو تر اوسه پورې هغه د پنتاگون لخوا په لاره اچول شوې پروسې ته کوم بديل نه وي موندلی. آيا دا چې؟ په گوانتانامو او د CIA په لاگرونو کې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د مياشتې د ١١ نيټې د گذارونو تر شک لاندې کسانو څخه د شکنجې او کړونې په نتيجه کې لاس ته راوړل شوي اقرارونه د امريکې په عادي محکمو کې ممکن نه وو، او هم د ترهگرانو د لېږدونې د پاره د CIA د کارمندانو اړين معلومات په آزادو محکمو کې د لاس ته راوړلو وړ نه وو او دا ځکه چې په دې صورت کې بايد د نوموړي استخباراتي ادارې د کارمندانو هويت په ډاگه شوی وای. دې کار نه يواځې دوی ته ځاني خطر درلود، بلکه پخپله له بشري حقونو څخه د تېريو له مخې تر محاکمه لاندې راتلل.

پای دا چې دا به ښه کار وي، چې آلمان د امريکې له مشر څخه د هغه د اصلې او لومړنيو موخو په عملي کېدلو کې ملاتړ وکوي او د ملگرتيا يوه څرگنده نخښه کيږدي. د آلمان په دوو دريو ايالتونو باندې د لسو تنو وېشنه کوم د پاملرنې وړ خطر نه گڼل کيږي او ايالتونه هم ورسره کوم مشکل نه پيداکوي. پرته له دې عملې ملاتړ څخه به د خولې ملگرتيا دا معنې ولري چې وايي: غسل راکړه خو لوندوې به مې نه.

Daniel Scheschkewitz/ عارف وردگ
کتونکی: يحيی وردک