1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یاغیانو شورا: قذافي اوس هم ستر گواښ دی

۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبه

د یاغیانو له لورې د طرابلس تر نیول کیدو یوه اونۍ وروسته هم د معمرالقذافي د پټنځای په اړه معلومات په لاس کې نشته، خو د یاغیانو د مؤقتی شورا مشر د دوشنبي په ورځ وویل چې قذافي اوس هم لیبیا او نړۍ ته یو ستر گواښ دی

https://p.dw.com/p/12PU9
د لیبیا د یاغیانو د مؤقتي شورا مشر
د لیبیا د یاغیانو د مؤقتي شورا مشرانځور: picture alliance/dpa

د هغو هیوادونو د دفاع وزیرانو چې په لیبیا کې یاغیانو سره مرستې کوي نن «دوشنبه» په دوحه کې غونډه ورکړه. په دغې غونډې کې د یاغیانو د مؤقتي شورا مشر، مصطفی عبدالجلیل، پر ناټو غږ وکړ چې د دوې څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي. هغه وویل:

«زه د ناټو او متحدینو څخه ېې غواړم چې د دغه ظالم څخه زمونږ ساتنی ته دوام ورکړي. قذافي اوسه هم نه یواځې د لیبیا لپاره بلکې ټولې نړۍ ته یو ستر گواښ دی.»

یاغیان اوس د قذافي په لټه کي دي. هغوې د طرابلس ختیځ په لور چیرې چې د قذافي ځواکونه لا اوس هم د جگړي څخه نه دي په شا شوي د پرمختگ په حال کې دي.

د لیبیا مؤقتې شورا د شنبي په ورځ وویل چې د قذافي د پټنځای په اړه هیڅ کوم معلومات په لاس کې نه لري. مؤقتی شورا د قذافي په اړه د معلوماتو پر ورکولو او یا هم د هغه پر وژلو 1.3 میلیونه ډالر انعام ایښی. شورا دا هم ویلي چې که څوک د قذافي په اړه معلومات ورکړي نو هغه به وبښل شي.

دا چې قذافي په خپلې 42 کلنې واکمنۍ کې څو ملیارده ډالر لیبیا څخه بهر ته ایستلي معلومول یې گران کار دی، خو اټکل کیږي چې دا به 80 څخه تر 150 ملیاردو ډالرو پورې وي.

د فذافې د پیسو یوه برخه د نړیوالې ټولني لخوا تثبیت شوې او د دې په اړه خبرې روانې دي چي ایا دغه پیسې د لیبیا مؤقتې شورا ته ورکړل شي او که نه.

د لیبیا مؤقته اداره هم د نړیوالي ټولنې څخه غواړي ترڅو د قذافي کنګل شوې شتمۍ د دوی په اختیار کې کیږدي.

د سیاسي او اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان وایې چې د لیبیا دغه غوښتنه قانوني ده او د لیبیا حکومت حق لري چې له دغو پیسو څخه ګټه واخلي.

د یادولو وړه ده چې ملگرو ملتونو د قذافي د کنگل شوو پیسو څخه مؤقتې شورا ته د یوه میلیارد ډالرو د ورکولو خبره کړې.

د لیبیا په اړه د ناټو په وروستۍ غوڼډې کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ویلې چې په لیبیا کې د قذافي د رژیم په را پرځولو کې د ناټو بمباریو ډیر مهم رول درلود او دوې به دغه کار ته ادامه ورکړي.

په لیبیا کې د ناټو قوماندان ویلي چې د ناټو د پریکړي پر اساس به د لیبیا عملیات د سپتمبر د میاشتي تر 27 نیټي دوام ومومي. خو د دغه ماموریت د غځولو لپاره باید د ناټو غړي هیوادونه بله غونډه راوبلي.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش