د یمن جنگ او د هغه داخلي او خارجي ملاتړ کونکي
۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبهداچي ځیني یې کله سره متحد او کله دښمنان وي، تیره یکشنبه (د اگست ۱۱مه) دعدن د جمهوري ریاست پر ماڼۍ باندي جنگونو و ښووله. داسي چي د استقلال غوښتني غورځنگ، چي تراوسه پوري له حکومتي عسکرو سره یوځای د حوثي یاغیانو پر ضد جنگیدی، اوس د هغوی سره یوځای سو.
حوثي یاغیان
حوثي یاغیان د یمن د شمال له غرنۍ منطقو څخه راځي، کوم چي له سعودي عربستان سره سرحد لري. هغوی د شیعه په زیدیه مذهبي فرقه پوري اړه لري، چي یوازي په یمن کي ژوند کوي. د هغوی ملایان او امامان د ۱۹۶۲م کال تر انقلابه پوري په سونه کلونه حاکم ول. خو خصوصأ تر۱۹۹۰ مو کلونو وروسته یې احساس وکړ، چي څنډي ته پوري وهل سوي دي. کله چي په ۲۰۱۱م کال کي عربي پسرلی یمن ته هم ورسید، نو هغوی یو احتجاجي غورځنگ جوړ کړ. د۲۰۱۴م کال په سپتمبر کي یې د شړل سوي، خپل پخواني دښمن، علي عبدالله صالح له پلویانو سره یوځای پر پایتخت صنعأ باندي حمله وکړه او د یمن نوري ډیري برخي یې هم ونیولې. دغه ډله د ایران له ملاتړ څخه برخه منه ده.
د یمن حکومت
جمهوررئيس عبد ربه منصور هادي په ۲۰۱۵م کال کي سعودي عربستان ته وتښتید، خو ځیني وزیران یې په مؤقتي پایتخت عدن کي پاته سول. د یمن حکومت یوازي د سعودي عربستان په سیاسي او مالي ملاتړ سره پایښت پیدا کولای سي.
په جنگ کي د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو رول
د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په رهبرۍ عربي ائیتلاف په ۲۰۱۵م کال کي جوړ سو. هغوی د عصري وسلو په کومک د یمن په جنگ کي مداخله وکړه، تر څو د حوثي یاغیانو د پرمختگ مخنیوی وکړي. بلاخره حکومتي ځواکونه د عربي ائیتلاف په کومک د عدن په شمول له پنځو ښارونو څخه حوثي یاغیان وایستل.
د استقلال غوښتني غورځنگ او ملیشې یې
د استقلال غوښتني غورځنگ د هیواد د جنوب استقلال بیرته غواړي. دغه منطقې د ۱۹۶۷ څخه تر۱۹۹۰م کال پوري د یمن تر بیرته اتحاد پوري د جنوبي یمن په نامه یادیدلې. ددغه غورځنگ ملیشې چي د عیدروس الزبیدي له خوا رهبري کیږي، د عربي متحده اماراتو مهم متحد دی او فعلأ د حوثي یاغیانو پرضد جنگیږي.
نوري ملیشې
دوې نوري ملیشې هم چي د«لوی بریگاډ د سپاهیانو او ځانگړو قواوو» په نامه یادیږي، هم د حوثي یاغیانو پر ضد جنگیږي او د عربي متحده اماراتو له خوا حمایه کیږي. د یمن د ملي اردو په نامه یوه بله ملیشه بیا د سعودي عربستان له خوا حمایه کیږي.
د پخواني جمهوررييس علي عبدالله صالح گوند
د یمن پخوانی جمهوررئيس علي عبدالله صالح په ۲۰۱۴م کال کي له حوثي یاغیانو سره متحد سو. په ۲۰۱۷م کال کي حوثي یاغیانو د صالح جنگیالي د سعودي عربستان سره په همکارۍ او خیانت تورن کړل او د همدې کال په ډسمبر کي یې وویشت. خو د صالح ملي ولسي گوند اوس هم په یمن کي مهم رول لري.
اسلامي تندلاري
په ۲۰۰۹م کال کي په عربي نیمه جزیره کي د سعودي عربستان او یمني گروپونو د یوځای کیدو څخه د القاعده شبکې یوه څانگه(AQAP) جوړه سوه. دغه ډله هم پر حوثي یاغیانو، هم حکومتي قواوو او هم یې متحدینو باندي حملې کوي. ځکه نو د امريکا متحده ايالات په وارو وارو د هغو پر جنگیالیو باندي د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کوي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.10.2016)