1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یمن ولسمشر هم استعفی وکړه

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۳, جمعه

د یمن د لومړي وزیر تر استعفی لږه موده وروسته د دغه هیواد ولسمشر هم چې اوسمهال د حوثي ملیشو په کلابندۍ کې دی له خپلې دندی استعفی ورکړې ده. د یمن پارلمان به د شنبې په ورځ د هغه د استعفی د څیړلو له پاره غونډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1EPNs
انځور: Reuters/Khaled Abdullah

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۲مه) د یمن ولسمشر عبدربه منصور هادي هم د دغه هیواد د لومړي وزیر خالد بحاح، له واک څخه تر لیرې کیدو وروسته له خپلې دندې استعفې وکړه. د یمن ولسمشر وروسته له هغې خپله استعفی وړاندې کړه چې د حوثي شیعه یاغیانو سره خبرې اترې له یوې بن بست سره مخامخ شوې. همدارنگه د دغه هیواد پلازمېنه صنعا هم د یاغیانو په کنترول کې ده او ولسمشر منصور هادي یې په خپل کور کې کلابند کړی دی. د لومړي وزیر او ولسمشر له استعفی سره په دغه هیواد کې روانه کړکیچنه وضعه نوره هم پیچلې شوې ده.

د اسوشیټډ پرس، خبري اژانس د رپوټ له مخې له حوثي ملیشو سره د موافقتنامې تر لاسلیک کیدو یوه ورځ وروسته د ولسمشر استعفی یو وار بیا په عربي نړۍ کې د دغه هیواد د تجزیه کیدو ویره رامنځته کړی ده. همدارنگه د ولسمشر استعفی به په دغه هیواد کې د القاعدې شبکې د څانگو د له منځه وړلو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو هڅې لا ستونزمنې کړې.

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هاديانځور: picture-alliance/AP/J. DeCrow

امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې په یمن کې د امنیتي وضعیت د لا زیات خرابیدو له وجې به له دغه هیواد څخه د خپل سفارت ډیر شمیر کارکونکي وباسي، خو په وینا یې سفارت به خپل کار جاري وساتي.

د یمن چارواکي وایي چې ولسمشر منصور هادي د حوثي ملیشو له خوا د فشار د ډیریدو او هغوې ته د ډیرو امتیازاتو ورکولو ته تر مجبورولو وروسته پارلمان ته خپله استعفی وړاندې کړی ده. منصور هادي له القاعدې سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له نزدې متحدینو څخه شمیرل کیده. ویل کیږي چې ایران د حوثي شیعه گانو سیاسي او مالي ملاتړ کوي، خو ایران په پرله پسې ډول دغه ادعاوې ردوي.

که څه هم د حوثي شیعه ملیشو اوس د پلازمېنې صنعا تر څنگ عملاً د یو شمیر نورو ښارونو او دولتي ادارو کنترول په خپل لاس کې اخیستی، خو دا چې د یمن د نفوس ډ‌یره برخه سني مذهبه تشکیلوي نو د دې ویره موجوده ده چې په دغه هیواد کې به د فرقه یې نښتو اور تازه شي.

حوثي ملیشو په پلازمینه صنعا کې منصور هادي په خپل کور کې کلابند کړی دی
حوثي ملیشو په پلازمینه صنعا کې منصور هادي په خپل کور کې کلابند کړی دیانځور: REUTERS/Khaled Abdullah

حوثي زیدي شیعه گان دي چې د دغه هیواد د شا او خوا ۲۵ میلیونه نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي او د هیواد په شمال کې ډیر غښتلي دي. د حوثي شیعه گانو غورځنگ د ولسمشر د استعفی په هکله خپل رسمي دریځ نه دی څرگند کړی، خو له خلکو څخه یې غوښتي دي چې د جمعې په ورځ له ماسپښین وروسته دې د دغه غورځنگ د ملاتړ په موخه سړکونو ته راووزي. همدارنگه دوی له پوځ څخه غوښتي دي چې خپلو مسئولیتونو ته ژمن پاتې شي او نورو حوثي ملیشو ته یې د تیارسۍ امر کړی دی.

د یمن د اساسي قانون له مخې د ولسمشر تر استعفی وروسته به د دغه هیواد د پارلمان مشر په مؤقتي ډول د دولت چارې پر مخ بیایي.