1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یمن څخه ډله ایزه تیښته ادامه لري

ګل غوتۍ پوپل / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۲۲, شنبه

په یمن کي سختی جگړې خلک د کړاوونو سره مخامخ کړي دي. ملگري ملتونو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده. په زرهاوو خلک د تیښتې په حال کي دي.

https://p.dw.com/p/1F6GD
انځور: Hussain/AFP/Getty Images
پر یمن باندي هوایي بمباریو او په دغه هیواد کي داخلي جنگونو د ملکي کسانو ژوند د سخت خطر سره مخامخ کړی دی. د ملگرو ملتونو مرستندویانو له دې کبله چي خپلي مرستې اړو کسانو ته ورسوي، د یوه اوربند غوښتنه کړې ده. په ملگرو ملتو کي د بشري مرستو تنظیم کوونکی یوهانس فان دیر کلاووف وایي:« په دغه هیواد کي بشري حالت ساعت په ساعت د خرابیدو په حال کي دی. په زرهاوو کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.»
کلاووف زیاتوي چی د يمن د جگړې لمن اوس د دغه هيواد د ۱۵ ولایتونو څخه ۲۲ ولایتونو ته پراخه سوې ده. د میلیونونو کسانو ژوند نه یوازی د جنگونو او بمباریو له امله د سخت خطر سره مخامخ دی بلکه د هغه سره د انسانانو لومړنۍ اړتیاوي، لکه دارو درمل، پاکي اوبه او خوراکي مواد هم د له منځه تلو په حال کي دي.
د هندوستان هیواد په دې ترڅ کي څه د پاسه ۵۶۰۰ انسانان چی په هغو کي آلمانان هم شامل دي، د جنگ ځپلو سیمو څخه را ایستلي دي. د هند خارجه وزیر سوشما سواراج د تویتر د لاري خبر ورکړی چي د يادو انسانانو د انتقال پروسه پای ته رسیدلې ده. د خارجه وزارت په حواله په ژغورل سوو کسانو کي د ۴۱ هیوادونو څخه ۹۶۰ تنه غیر هندي اتباع شامل دي.
۲۵ آلمانۍ کورنۍ د يمن څخه ايستل سوي
همدارنگه متحده ایالاتو او جرمني هم د هند څخه غوښتنه کړې چی د هغوی اتباع راوباسي. په برلین کی د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د اپريل ۱۰مه) خارجه وزارت اعلان وکړ چي د تیري اونۍ راهیسي څه د پاسه ۲۵ آلمانان د خپلو کورنیو سره يوځای د یمن څخه را ایستل سوي دي.
د آلمان د خارجه وزارت په حواله د جمعې په ورځ لا شپږ تنه د یوې هندۍ الوتکي په واسطه د جیبوتي هوایي میدان ته انتقال سول. د دغه وزارت په حواله د آلمان حکومت په خپل ټول قوت سره هڅه کوي چی خپل ټوله اتباع مطمینو ځانو ته انتقال کړي.
د بلي خوا د هند خارجه وزارت زیاته کړې چی د ایر اندیا هوایي شرکت خپلی اتلس نوري الوتکي د خلکو انتقالولو ته ځانگړي کړي دي. همدارنگه د هند هوایي ځواکونو هم د مارچ د میاشتي د پای راهیسي ۱۶۷۰ تنه د یمن د جنوبي لویو ښارونو څخه را ایستلي دي.
د وروستیو جگړو د پیل راهیسي د اول د پاره په پایتخت صنعا کي د جمعې په ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه الوتکه راکښته سوه چی په هغې کی څه د پاسه ۱۶ ټُنه دارو درمل او نور طبي توکي او وسایل موجود وه. د یمن د شبوا په ولایت باندی د شلو ورځو راهیسي د سعودی عربستان جنگي الوتکی بمبارۍ کوي.