د یهودانو پر کنیسه باندې برید کې ۴ تنه ووژل شول
۱۳۹۳ آبان ۲۷, سهشنبهد اسرائيلو د پولیسو ویاند ویلي دي چې دوو شکمنو کسانو په عبادت ځای کې د راټولو شوو کسانو پر وړاندې له چړو، تبر او تفنگچې څخه کار اخیستی دی. د پولیسو ویاند میکي روزنفېلد د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي «موږ دغه برید ته د یوه ترهگر برید» په توگه گورو. د پولیسو د یوې بلې ویاندې لوبا سماري له قوله ویل شوي دي چې دواړه شکمن کسان له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
دغه برید په بیت المقدس کې د څو کلونو وروسته خونړی برید وو او په دغه ښار کې د څو میاشتنۍ ترینگلتیا وروسته رامنځ ته شوی دی.
له یوه اسرائيلي تلویزون څخه په خپره شوې ویدیو کې ښوول شوي دي چې د برید سملاسي وروسته دغه عبادت ځای د پولیسو له لوري کلابند شوی دی او ژغورونکي عمله دغه ځای ته ورسیدلې ده.
د یوسي په نوم یو تن عبادت کوونکی چې د برید پر مهال یې په عبادت ځای کې حضور درلود د «چېنل ۲» په نوم یوه اسرائيلي تلویزون ته ویلي دي: «ما د تېښتې هڅه وکړه. یو کس چې چاقو یې درلود ماته راورسید. زما او د هغه تر منځ یوه چوکۍ او میز وو...هغه زما د دعا شال ونیو. ما هغه هلته پریښود او وتېښتدم.»
سیاسي غبرگون
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه برید پړه پر حماس او د فلسطین د خپلواکمنې ادارې پر مشر محمود عباس وراچولې ده. د نتنیاهو له دفتر څخه په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه برید د حماس او محمود عباس له لوري د مستقیمو پارونو پایله ده چې نړیواله ټولنه یې په بې مسوولیتۍ له پامه غورځوي.
په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي: «موږ به د یهودانو بې رحمانه وژنې ته چې د عبادت له پاره راغلي وو او د پست همتو قاتلینو له لوري ووژل شول، سخت ځواب ورکړو.»
د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس هم دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې دی پر ملکي کسانو د بریدونو مخالف دی. د محمود عباس د دفتر له لوري په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي: «عباس، په بیت المقدس کې په عبادت ځای کې د عبادت کوونکو وژل غندي.»