1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یورو د ژغور پر سر شخړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه

فرانسوا اولانده د فرانسې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کي د اوسني ولسمشر سارکوزي سيال دئ. هغه د ولسمشر کېدو ښه چانسونه لري خو دې مقام ته تر رسیدو مخکې ئې د المان د لومړۍ وزيري سره لانجه راپورته سوې ده.

https://p.dw.com/p/14mVK
انځور: dapd

د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي، او د المان لومړۍ وزيره انگېلا مېرکل، د اروپا په باب په سياست کي هم نظره بلل کيږي. د اروپا په ځینو رسنيو کي ان هغوی ته د «مېرکوزي» خطاب هم کيږي. د دغو دواړو محافظه پالو سياستوالو اغېز په تيرو څو کلنو کي پر اروپايي سياست ډېر زیات وه. د دې وجه د دوی گډ کار او همکاري بلل کيږي. خو اوس داسي اټکلونه کيږي چي ښايي نيکولا سارکوزي د خپل هيواد د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو و نه گټلای سي. د هغه سيال کانديد د فرانسې د سوسيال گوند مشر فرانسوا اولاند، دئ چي د المان له لومړۍ وزيرې سره ئې يوه لانجه رامنځ ته سوې ده.

فرانسوا اولاند چي يو معتقد سوسيال بلل کيږي د يورو د ژغور په هکله د ميرکل او سارکوزي له سياست څخه ناخوښه دئ. د ولسمشرۍ د کامپاين پر وخت هغه په ډاگه د المان پر محافظه پاله لومړۍ وزيرې انگېلا مېرکل، نیوکه کوله چې گواکې هغه پر اروپايي سياست تر اړتيا زیات اغېزه اچول غواړي. اولاند ويلي وو چي که د فرانسې ولسمشر سي نو د يورو د ژغور په هکله د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو د مالي تړون بيا ارزونه به وغواړي. مېرکل د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کي په دې هکله وويل:

«د المان د لومړۍ وزيره په حيث ما پر دې ټينگار کړی چي د جنورۍ په مياشته کي دې د شورا ځانگړې غونډه تر سره سي. ما هغه وخت لا ويل چي اقتصادي پرمختگ يوه مهمه موضوع ده چي بايد په دغه شوار کي ورباندې خبرې وسي. موږ په المان کي د دې شاهدان يو چي اقتصادي پرمختگ د محکمې بودجې په پلان کولو کي له موږ سره زياته مرسته کړې ده.»

د المان د سوسيال گوند رئيس زيگمار گابريل، بيا د اولاندې او مېرکل په دغه لانجه کي له اولاندې څخه دفاع کړې ده. هغه وايلي دي:

«د المان حکومتي گوندونه مسيحي ډيموکراټ گوند او ليبرال گوند وايي چي گواکي اولاندې د اروپايي ټولنې د مالي چارو تړون له منځه وړل غواړي. داسي نه ده بلکه اولاندې په دغه تړون کي د يو شمېر سمونونو غوښتونکی دس لکه د ځوانانو د بې روزگارۍ ستونزې ته پاملرنه او داسي نور.»

د مالي چارو په هکله د اروپايي ټولنې تړون، لاسليک کوونکي هيوادونه په دې مکلفه کوي چي پخپله بودجه کي د کسر مخه ونيسي. اولاندې وايي چي دغه تړون په اوسني حالت کي د منلو وړ نه دئ.

د حالاتو څیړونکي وايي چي که فرانسوا اولاندې د فرانسې ولسمشر سي نو د اروپا د اتحادیې له پاره د المان او فرانسې په سیاست کې به هم بدلون رامنځ ته شي.

وېرنر شميڅ/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش