1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یورو کړکیچ پرمختیايي مرستې اغیزمنې کړې

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

په اروپا کې د یورو کړکیچ د دغې اتحادیې د هیوادونو پرمختیایي مرستې اغیزمنې کړي. اوس دغه هیوادونه پرمختیایي مرستو ته بیلې شوې پیسې د یورو د کړکیچ د له منځه وړلو له پاره مصرفوي.

https://p.dw.com/p/15hBe
انځور: Igor Dutina/Fotolia

په یوګندا کې د کوچنیو موسسو د کارکوونکو روزل، په افغانستان کې د زراعت په برخه کې مرسته او یا هم په صحرایي سیمو کې د اوبو سمبالښت، هغه پروژې دي چې د اروپایي ټولنې له خوا ورڅخه مالي ملاتړ کیږي.

اورپا په نړۍ کې د پرمختیایي پروژو تر ټولو لویه تمویلوونکې ده. د بېوزلو هیوادونو له پاره د مرستو څه د پاسه نیمایي برخه د اروپایي ټولنی او د هغې له ۲۷ غړو هیوادونو څخه راځي.

د مالي مرستو تر څنگ اروپایي ټولنه د پرمختیايي هیوادونو د تجارت ملاتړ هم کوي. دا په دې معنی ده چې دوی خپلې دروازې د هغوی پر مخ پرانیستي دي. د اروپایي ټولنې څه نا څه ۷۰ سلنه زراعتي محصولات له همدې هیوادونو څخه واردیږي. خو اوس دغه ټول څه له گواښ سره مخامخ دي. په بروکسل کی د ون «One» په نامه مرستندویه سازمان کارکوونکی یوهانا ستراتمن، وایی:

«زموږ په رپوټ کې راغلي دي چې اوس د دې خطر موجود دئ چې په اروپا کې د یورو د کړکیچ تاوان بې وزله هیوادونه ورکړي.»

په دې رپوت کې دا هم راغلي دي چې اروپایي ټولنې وعده کړې وه چې له بېوزلۍ سره د مبارزې له پاره مرستې به نورې هم پراخه کړي. دوی خپل ځان مکلف بللی وو چې تر ۲۰۱۵ کاله پورې به خپل د کورنیو محصولاتو ۰،۵ سلنه په دې لاره کې مصرف کړي. یوهانا وایي چې اروپا خپل دې هدف ته نه دې رسیدلې:

«په وروستیو سلو کلونو کې د لومړي ځل له پاره د اروپایي ټولنې او نورو ۱۴ هیوادونو له خوا په پرمختیایي مرستو کې کموالی راغلی دئ.»

اروپایي ټولنې د یورو د کړکیچ د له منځه وړلو له پاره ډیرې پیسې مصرف کړې. یوازې د یونان د بانکونو د ژغورلو له پاره سل میلیارده یورو چمتو شوي دي. د همدې لوړو مصرفونو له کبله په اروپا کې مرستندویه سازمانونه د خپلو کارونو له پاره ډیره هیله نه څرگندوي. د المان په بن ښار کې د یوې مرستندویه موسسې کارکوونکي ماریو نیګري، وایي:

«موږ به خپل دغه هدف ته و نه رسیږو. اصلي خبره خو دا ده چې زموږ فعالیتونه سږ کال په اوسط ډول ډیر راکم شوي دي. د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه له مرستندويو پروژو سره کمه لیوالتیا ښیي.»

دا د حیرانتیا خبره هم نه ده، ځکه چې د پرمختیایي مرستو ډېره برخه د هغو هیوادونو له خوا ورکول کیږي چې اوس د یورو له سخت کړکیچ سره مخامخ دي. خو د اروپا ټولو هیوادونو خپلې پرمختیایي مرستې کمې کړې نه دي، د هغوی په ډله کې داسې هیوادونه هم شته چې په وروستیو وختونو کې ئې خپلې پرمختیایي مرستې پراخې کړي دي. د دې هیوادونو په ډله کې المان، سویدن او بلجیم شامل دي.

پر ټولو نیوکو سربیره یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې اروپایي ټولنې خپله دنده په ښه ډول پر مخ بیولې ده. د پرمختیایي چارو کمیسار اندریس پیبالګز، وایي:

«موږ پر دې پوه شو چې هغه مرستې چې موږ په تیره لسیزه کې کړي دي، په رښتیاً د خلکو په ګټه تمامې شوي دي.»

اروپایی ټولنه به ډېر ژر په د خپلو راتلونکو پرمختیایي مرستو پلان اعلان کړي. اوس د اروپا غړي هیوادونه له ۲۰۱۴ کاله تر ۲۰۲۰ کال پورې پر خپلو بودجو باندې خبرې کوي.

دویچه ویله/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: مسعود جهش