1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوناني ټاپو مخې ته د مهاجرو پر ربړي بیړیو حمله

۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبه

پنځو مشکوکو ښي اړخو یونانیانو د «لیس بوس» ټاپو په مخکې د کډوالو پر څلورو ربړي بیړیو حمله کړې ده. هغوی د بیړیو د چلولو ماشینونه یا «موتور»ویجاړ کړل او کډوال یې په سمندر کې یواځې پریښودل.

https://p.dw.com/p/1GmLh
انځور: Getty Images/AFP

د خبري پورتال «لیسو نیوز. نت» او نورو ځايي رسنیو په حواله ویل شوي دي چې نوموړې حمله د یونان د لیس بوس د ټاپو په مخکې تر سره شوی ده. د نوموړو رسنیو د رپوټونو له مخې برید کونکي چې ښايي یوناني ښي اړخي افراطیون وي، له حملې څخه وروسته د خپلو گړندیو بیړو په واسطه بیرته تښتیدلي دي. په رپوټونو کې وړاندې راغلي دي چې کډوال په خپلو ربړي بیړیو کې څو ساعته د ترکیی او لیس بوس د ټاپو تر منځ په اوبو کې لالهانده ؤ. ویل شوي دي چې دغه پیښه آن د جمعې په ورځ شوې ده.

کډوال له دغې حملې څخه ژوندي پاتې شوي دي. هغوی سره کب نیونکو او نورو مرستندویانو مرسته کړې او د هغوی ژوند یی ژغورلی دی. د یونان نوموړي او نور ټاپوگانو ته په تیرو میاشتو کې څه د پاسه ۴۰۰ زره کډوال رسیدلی دي. هغوی له ترکیی څخه نوموړو ټاپوگانو ته تیر شوي دي. ډيري دغه کډوال له سورېې او افغانستان څخه دي.

په لیسبوس کې د ثبت بیړني کمپونه کابو بشپړ شوي دي

په راتلونکو څو ورځو کې به په یونان کې د کډوالو د بیړنيو کمپونو څخه لومړی په لیس بوس کې په خپل کار پیل وکړي. دغه خبره د اروپا د اتحادیې کمیسیار، «دیمتریز اوراموپولوس» په آتن کې له سیاسي خبرو اترو څخه وروسته یاده کړه.

اوراموپولوس زیاته کړه چې سربیره پر دی په راتلونکو اونیو کې به یونان او ترکیه د «ایجه» په سمندرگي کې د کډوالو پر کړکیچ باندې د لاس برتوب لپاره په یو گډ عملیاتي پلان لاس پورې کړي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یونان ساحلي محافظینو څه د پاسه ۱۱۰۰ مهاجرین له کوچنیو بیړو څخه ژغورلي دي. د یونان د کډوالو د وزیر د مرستیال، «ایونیس موزالیس» د خبرې له مخې په یونان د کډوالو بیړني کمپونه به د یوې میاشتې په موده کې په بشپړه توگه چمتو کړای شي او په کار پیل وکړي.