1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان مهاجر کمپونه د کرونا پر وړاندې مجهزیږي

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

د اروپایي اتحادیې د کمیسیون د معلوماتو له مخې د یونان په ټاپو ګانو کې د مهاجرو کمپونه د کرونا ویروس د خپریدو پر وړاندې مجهزیږي. دغه کمپونه چې له حده زیات ډک دي، د خالي کیدو غوښتنه يې هم مخ پر زیاتیدو ده.

https://p.dw.com/p/3Zzcn
Griechenland Lesbos Flüchtlingslager Moria-Elaionas
انځور: picture-alliance/ANE

د اروپايي اتحادیې کمیسیون د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې ویلي دي چې له یوناني ادارو سره پر یوه بیړني پلان کار روان دی. زیاته شوې ده چې هلته په ټاپو ګانو کې د کرونا ویروس د باالقوه خپریدو په صورت کې د یوه غبرګون موضوع مطرح ده.

د ځایي چارواکو په وینا د اروپایي اتحادیې په مرسته به پر نورو سربیره د مهاجرو د ثبتیدو په مرکزونو او کمپونو کې د روغتیا پالو ماموریتونه تمویل شي.

ويل شوي دي چې پر دې سربیره به له ټاپو ګانو څخه د یونان نورو برخو ته د مهاجرو د انتقالولو په برخه کې هم دغه مرستې وکارول شي.

همداشان یوناني چارواکو په ځینو اقداماتو پېل کړی دی چې د نویو راغلو کسانو د تبې معلومول او د ملاقاتونو لغوه کول پکي شامل دي.

په آلمان کې ځینو خیره سازمانونو لکه دیاکوني، د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو د کمپونو پر خالي کیدو ټینګار کړی دی.

د دغه سازمان مشر لي لي، په برلین کې خبرداری ورکړی دی چي که چیرې دغه ویروس (کرونا) کمپونو ته ورسیږي نو د ځینو مزمنو ناروغیو چې مهاجر لا دمه پرې اخته دي او کمو روغتیايي خدماتو له کبله باید د ډیرو کسانو مړینه اټکل کړو.

هغه یادونه وکړه چې په «دغو کمپونو کې د ځانو ژغورلو له پاره د نظافت لومړني مقررات تطبیقیدل امکان نه لري.»

تر دې دمخه د «بې پولې ډاکټرانو» سازمان او «سي واچ» د دغو کمپونو څخه د مهاجرو د ایستلو غوښتنه کړې وه. د دوشنبې په ورځ د اروپا د پارلمان داخلي جرګه ګۍ د اروپایي اتحادیې له کمیسیون څخه پخپله دغه غوښتنه وکړه.