1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه مجرم مهاجر عمر تر هغه لوړ اټکل شوی، چې ده ویلي وو

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

د هغه یوه افغان مهاجر عمر چې د یوې ۱۵ کلنې نجلې پر وژنې تورن دی، تر هغې لوړ اټکل شوی دی چې ده ویلي وو. اټکل کیږي چې اوس به دغه مهاجر د ځوانانو د جزا قانون له مخې محاکمه شي.

https://p.dw.com/p/2t0uw
Deutschland | Trauerbekundung in Kandel nachdem ein 15-jähriges Mädchen in einem Drogeriemarkt erststochen wurde
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د تیر کال په دسمبر میاشت کې د آلمان د رایلند فالس ایالت په کاندل ښار یو مهاجر د یوې ۱۵ کلنې آلمانۍ د قتل په تور ونیول شو. د دغه ایالت د لنداو ښار څارنوالی په خبره اوس طبي معایناتو ښودلې ده چې دغه مهاجر شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري. په دې توګه نو هغه د نویو بالغانو په کتار کې شمیرل کیږي او احتمالاً به په آلمان کې د نویو بالغانو اړوند جزا قوانینو په اساس محکوم شي.  

دغه مهاجر ویلي وو چې د دسمبر په میاشت کې (د جرم ترسره کولو پر مهال) ۱۵ کلن وو. نوموړي پیژندپاڼه نه درلوده چې د زیږیدو نیټه یې په کې ولیدل شي، له همدې امله څارنوال د هغه د عمر د معلومولو له پاره یو طبي کارپوه وګماره.

دغه کارپوه ویلي دي چې د تورن کس عمر په هیڅ صورت له ۱۶ نیمو کلونو څخه کم نه دي او په قوي احتمال شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري.

د دې ازموینې یا معایناتو له پاره د تورن کس د لاسونو د هډوکو، ژامنې او د اوږې د هډوکو ایکسری عکسونه واخیستل شول. څارنوال د دغو معایناتو د نتیجې پر اساس ویلي دي چې تورن کې د نوي بالغانو به کټه ګورۍ کې رازي.

د آلمان د جزا قانون په اساس هغه کسان چې د جرم د ترسره کولو په وخت کې د ۱۴ او ۱۸ کلونو تر منځ عمر ولري(تر ۱۸ کلنۍ مخکې) نوی ځوان شمیرل کیږی. هغه کسان چې له ۱۸ څخه تر ۲۱ کلونو پورې عمر ولري(تر یويش کلنې مخکې) نوی بالغ او تر ۲۱ کلنې پورته لویان ګڼل کیږي.

له همدې امله اټکل کیږي چې دغه افغان ځوان مهاجر به د ځوانانو د محکمې له خوا محکوم کیږي.

د ځوانانو له پاره اشد مجازات د لویانو د اشد مجازات په پرتله کم دی. هغه مجرم ځوانان چې د نوی ځوانانو د جزا قانون په اساس محکوم کیږي، د قتل، ځانګړو او درنو جرمونو په قضایاو کې حد اکثر ۱۵ کاله په بند کې تیروي.

دا په داسې حال کې ده چې د نویو بالغانو له پاره اشد مجازات، چې د قتل مرتکب کیږي د ځوانانو د محکمې له خوا عمري حبس ټاکل کیږي.

دغه افغان مهاجر چې د ۲۰۱۷ م کال د دسمبر په ۲۷ نیټه البته د چاقو په وسیله د خپل پخوانۍ ملکرۍ پر وژنې تورن دی په ۲۰۱۶ م کال کې بی له سرپرست څخه آلمان ته د پناغوښتونکي په توګه راغلی وو.

د یادې ۱۵ کلنې نجلۍ د قتل پیښه د ټول آلمان په کچه د کرکي سبب او د مهاجرو د عمر معلومولو په هکله بحثونه راپورته کړل.

دغه افغان مهاجر اوس په توقيف کې دی، او د څارنوالۍ په حواله پر ده د لګول شوي تور په هکله هیڅ نه وایې. په اقامه دعوی کې د هغه جرم یو قصدي قتل بلل شوی دی.