1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوې لرغوني قرآني نسخې پاڼي موندل شوي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

بریتانوي پوهانو د قرآن کریم د یوې تر ټولو لرغوني نسخې دوې پاڼي کشف کړي دي. ویل کیږي چې ښايي دا نسخه د اسلام د پیغمبر تر مړيني نزدې دوه سوه کاله وروسته زماني پوري اړه ولري.

https://p.dw.com/p/1G3KQ
انځور: picture-alliance/dpa/Birmingham University

دا کیدای شي چې د مسلمانانو د آسماني کتاب قرآن شریف د نړۍ تر ټولو زړې پاڼې وي: څېړونکو د دغي نسخې دوې پاڼي چې د برمنگهم پوهنتون يې د ملکیت امتیاز لري، داسي تشخیص کړي دي چې لرغونتوب يې حتی۶۰۰ میلادي کلونو ته رسیږي.

په دغه پوهنتون کې څېړنکو ویلي دي، چې ۹۵،۴ سلنه دا احتمال شته چې دغه نسخه د ۵۶۸ او ۶۴۵ میلادي کلونو په مینځ کې لیکل شوې وي. دغه څيړنه د اکسفورد پوهنتون په یو لابراتور کې د «رادیوکاربن د میتود» په مرسته شوې ده.

د دغې څېړني له مخي سړی ویلای شي چې کیدای شی د قرآن شريف دغه نسخه د اسلام د پیغمبر محمد (ص) تر ژوند وروسته نزدې ۵۷۰ تر ۶۳۶ میلادي کلونو زماني پوري اړه ولري او په دې سره دا د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب تر ټولو لرغونې نسخه وي.

د برمنگهم په پوهنتون کې د «کدبری - د څیړنیز کتابتون» آمرې، سوسان وورال وویل چې دغه کشف پر قرآني لرغونو نسخو باندي د پوهاوي له پاره یوه ستره او مهمه ونډه گڼل کیږي: «زموږ له پاره د ډيري حیرانتیا او تعجب خبره ده چې دغه یو ډير مهم تاریخي سند د برمنگهم په پوهنتون کې موجود وو»، خو د دغې نوي څېړني دمخه چاته د دغې نسخې دغه ډول «لرغونتوب» څرگند نه وو.

میرمن وورال د تاریخي اسنادو له لحاظه د دغه پوهنتون شتمنتوب ته په اشارې سره وايي چې د برمنگهم پوهنتون د بریتانیا د ډيرو لرغونو اسنادو خاوند دی او خپله دغه ښار هم «له کلتوري اړخه تنوع لري»

دغه پاڼي په حجازي رسم الخط ليکل شوي دي
دغه پاڼي په حجازي رسم الخط ليکل شوي ديانځور: picture-alliance/dpa/Birmingham University

دغه نسخه په رنگ او د حجازي رسم الخط په بڼه لیکل شوې ده. له ډيري مودې راهيسي داسي گومان کیده چې دا نسخه هم یوې بلي داسي نسخې ته ورته وي چې هغه په اومي میلادي پیړۍ پوره اړه لري. دغه نسخه له دوو پاڼو څخه عبارت ده چې پکښې د ۱۸ او ۲۰ سورتونو متن لیکل شوی دی.

میرمن سوسن وورال، وویل چې د دغو دواړو نسخو تر منځ توپیر کول د دغه کتابتون په دننه کې یو «حیرانونکی» کشف گڼل کیږي.

دغه قرآني پاڼي د برمنگهم پوهنتون د نژدې ختیځ د څانگې د لاسي لیکنو د مینگانا مجموعې یوه برخه ده. د څیړونکي «البا فیدالي» چې دغه پاڼي يې څېړلي وې، د وینا له مخې دا پاڼي په هغو ټوټو پوري اړه لري چې د پاریس په ملي کتابتون کې ساتل کیږي.

دغه پوهنتون د دویچه ویله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دغه ټوټې تر اوسه پوري د «رادیو کاربن په متود» تر څېړني لاندي نیولي شوي نه دي.