1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوې کښتۍ په ډوبیدو کې ۱۵ مهاجر وژل شوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

له ترکیې څخه یونان ته د رسیدو په هڅه کې ۱۵ تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغو کسانو غوښتل چې د آژه سمندر له لاري د یونان لیسبوس ټاپو ته ځان ورسوي.

https://p.dw.com/p/1H45N
انځور: picture-alliance/AA/H. Erdinc

د مهاجرت په اړه لازیات معلوماتو دلته موندلې شئ

رويترز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې۱۱) د ترکیې خبري آژانس«ډوگن» په حواله ویلي دي چې د یونان په لور روانه دغه کشتۍ همدا د ترکیې په سمندري ساحه کې ډوبه شوې ده.

د انقرې چارواکو د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې تر پیښې وروسته ساحلي ساتونکو د عاجلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ انسانان ژغورلي دي.

په مړو کې ماشومان هم شامل دي. د «ډوگن» خبري آژانس په حواله له لرگیو څخه جوړه دغه کښتۍ د خپل سفر تر پیلولو سمدستي وروسته چپه شوې وه، چې له امله يې د کښتۍ ډیر سپاره په اوبو کې ډوب شوې ول.

د ترکیې ساحلي محافظینو په سمدستي توگه د دغه پيښې په اړه ډیر څه نه دي ویلي. په دې وروستیو میاشتو کې په سلگونو زره انسانانو د ترکیې له ساحلي سیمو څخه د کښتيو په وسیله د یونان لیسبوس ټاپو ته د رسیدو هڅه کړې.

د کښتۍ ډوبېدو په ډیرو پیښو کې بې شمیره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سربیره پر دې چې هوا سړه شوې ده، مهاجرینو د اروپا په لور خپل سفر جاري ساتلي دي.

د منځني ختیځ له جگړه ځپلو او یا په کورنۍ جگړه کې ښکیلو هیوادونو کډوال هڅه کوي چې د ترکیې له لاري اروپایې هیوادونو ته ځان ورسوي. د ملگرو ملتونو په حواله په دغو کسانو کې د شمالي افریقایې هیوادونو اوسیدونکي هم شامل دي. اروپایې اتحادیه په دې اند ده چې ترکیه د کډوالو کړکیچ د حل په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د اروپایې او افریقایې هیوادونو مشران نن (د نومبر میاشتې۱۱) په مالتا کې د یوه نړیوال کنفرانس په ترڅ کې سره ویني. دغه مشران به هڅه وکړي چې د مهاجرت کړکیچ له پاره یوه حل لاره پيدا کړي.

اروپایې اتحادیه هیله لري چې د نړۍ له بې وزله هیوادونو سره مالي مرستي کیدای شي تر ډیره بریده له دغو هیوادونو څخه د مهاجرت مخه ونیسي.