1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یو دردونکي فصل پای

۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعه

د لیبيا د راپرځول شوي واکمن، معمر قذافی، د مرګ له خبر څخه نه یوازې د لیبیا په دننه، بلکه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د یوې نوې لیبیا د جوړیدو په هیله هرکلی شوی دی.

https://p.dw.com/p/12wM5
د قذافي د مړیني په وړاندي غبرګون
د قذافي د مړیني په وړاندي غبرګونانځور: picture-alliance/dpa

په عین وخت کې ډېرو سیاستوالو خواشیني څرګنده کړې چی نور نه شي کولای قذافی د یوې محکمې په وړاندې ودروي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتو عمومي منشي، بان کي مون، وویل:

«دا د یو پای پیل دی. د لیبیا او د هغې د خلکو په مخ کې یو اوږد او کړکېچن مزل پروت دی. اوس هغه وخت رسیدلی چی د لیبیا ټول خلک سره یو موټی شی. لیبیایان یوازي د یووالی او پخلاینې له لارې د یوې روښانې راتلونکې لپاره هیله کولای شی.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د قذافي مرګ په منځني ختیځ کې نورو مطلق العنانو واکمنانو ته د خبرداري په توګه یاد کړ. هغه وویل:

«نن مونږ په پوره یقین سره ویلای شو چی د قذافی رژیم نور پای ته ورسید. د رژیم وروستۍ اډې سقوط وکړ. دا د سیمې لپاره یو خبرداری دی چی د مطلق العنانو واکمنانو وروستۍ سلګۍ دي. په عربی نړۍ کی خلک د خپلو حقونو د لاس ته راوړنې لپاره په پاڅون لاس پوری کړی. ځوانانو د دیکتاتورۍ پر ضد بغاوت کړی دی. هغه واکمنان چې د هغوی غوښتنو ته سر نه ټیټوي نور د لاس برتوب چانس نه لري.»

اوباما د لیبیا په خلکو غږ وکړ چی اوس هغوی یو ستر مسوولیت په غاړه لري تر څو یوه لیبیا جوړه کړي چې د دیموکراسۍ پر بنسټونو او بشري حقونو ته د درناوي په اساساتو ولاړه وي.

د ناتو عمومی منشي، اندرز فوګ راسموسن، وویل چی د قذافی د وژل کیدو څخه وروسته د هغه سازمان د پوځي عملیاتو د پای ته رسیدو لپاره کار پیل شوی دی. هغه د لیبیا په خلکو غږ وکړ چی « وروسته له دې خپل برخه لیک په خپل لاس کې ونیسﺉ.»

دغه راز د اروپا د اتحادیې کمیسار، خوزی مانویل باروسو، د اروپايي اتحادیی په استازیتوب د ليبيا د روان ناورین د پای لپاره د قذافي له مرګ څخه هرکلی وکړ. هغه وویل:

« دا د یوې استبدادي زمانې د پای نښانه ده. زما په باور دا زمانه باید پای ته رسول شوی وای، ځکه د لیبیا خلک ډیر زیات وکړېدل.»

خو د نړی ټول مشران د قذافي له مرګ څخه خوښ نه دي. د هغوی په جمله کې د وینزویلا ولسمشر، هوګو چاویز راځي. هغه د دغه خبر په وړاندې په قهر سره غبرګون ښکاره کړ او وویل:

«هغوی نوموړی یعنی قذافی په قتل ورساوه. مونږ به قذافی ته د یو ستر اتل او د یو شهید په سترګه وګورو.»

په عربی نړۍ کی هم د قذافي د مرګ په وړاندې مختلف غبرګونونه ښودل شوي دي. د مصر حکومت هیله څرګنده کړه چی په لیبیا کې « یو نوی فصل» پیل شي او د لیبیا په بیا رغاونه کې یې خپل چمتووالی ښکاره کړی دی.

د عراق صدارعظم، نوري المالکی، د قذافی وژنه د عراق د اعدام شوي دیکتاتور، صدام حسین، له برخه ليک سره پرتله کړ او وویل: «دوی دواړو په خپلو ولسونو باندې استبداد کړی او بالاخره د خپلو ولسونو له قهر او غوصی سره مخامخ شول. »

اژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش