1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۳م کال له پاره د اروپایي ټولنه بودجه لا تصویب شوې نه ده

۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/16gWi

د اروپا پارلمان او د اروپایي ټولني غړي هیوادونه تر اوسه پر نه دي توانیدلي چې د ۲۰۱۳م کال د بودجې په سر یوه توافق ته ورسیږي. المان او نور هغه هیوادونه چې تر ټولو زیات د حق العضویت ورکوونکي دي، پر دې موضوع ټینگار کوي چې د کمیسیون او وړوکو هیوادونو له خوا د غوښتل شوو پیسو په پرتله باید کمې پیسې توزیع شي.

کمیسیون د ۲۰۱۳م کال له پاره د ۱۳۴ میلیارده یورو وړاندیز کړی وو. د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه او پارلمان باید د راتلونکې سه شنبې تر ورځې پورې د راتلونکي کال له پاره په یوې ټاکل شوي بودجې توافق ته ورسیږي، توافق ته د نه رسیدو په صورت کې کمیسیون باید د بودجې له پاره نوې طرحه وړاندې کړي او په دې برخه کې باید له سره خبرې اترې وشي.