1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۸م کال تر پايه پوري به ډېر مهاجر د کار خاوندان سي

۱۳۹۵ آذر ۲۳, سه‌شنبه

د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي داسي ښکاري چي په جرمني کي به په راتلونکو دوو کلونو کي تر اوزگاره مهاجرو د هغو مهاجرو شمېر ډېر وي چي کار کوي.

https://p.dw.com/p/2UC9N
Entwickler arbeiten an einem App-Projekt für Flüchtlinge
انځور: DW/S. Amri

د جرمني «بيلد» ورځپاڼي، د اقتصاد له پاره د کيل انستيتوت (Ifw) د اقتصادي وړاندوينو د تحقيقاتو پايلي خپرې کړي دي.

په دغو څېړنو کي راغلي دي چي د ۲۰۱۸م کال په وروستيو کي به په جرمني کي په ټوله ايزه توگه ۴۱۰زره مهاجر د يوه شغل د اشغال له پاره تيار وي او نژدې ۳۹۴زره به اوزگاره وي. پتېيل سوې ده چي دغه څېړنه به د پنجشنبې په ورځ خپره سي.

په راپور کي راغلي دي چي د اوزگاره مهاجرو (۳۹۶۰۰۰) څخه به ئې ۱۹۲زره د ادغام په کورسونو او د کاربازار په نورو برخو کي مصروف وي او ۲۰۴زره کسان به ئې د اوزگاره مهاجرو په توگه راجستر سوي وي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي په ټوله ايزه توگه به د ۲۰۱۸م کال تر پايه پوري ۸۰۶زره مهاجر د کار بازار ته تيار وي.

نور مطالب:

په آلمان کې د کډوالو د خودکفايي چانس