1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۴۱ ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبه

افغان چارواکو نن وویل چې ۴۱ تنه هغه ماشومان ئې ژغورلي دي چی د هغوی په خبره د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو د روزنې له پاره پاکستان ته په قاچاقي توګه لیږدول کیدل.

https://p.dw.com/p/146AH
انځور: AP

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه ماشومان چې له شپږو څخه تر یولسو کلونو پورې عمر لري د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ نیټه د کنړ په ولایت کې د څلور تنو یاغیانو له منګلو څخه ژغورل شوي دي.

صدیقي د فرانسې خبري آژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې ترهګرو د ماشومانو کورنۍ تیر ایستلی وې. صدیقي زیاته کړې ده: «هغوی ته ویل شوي وو چې ګواکې ماشومان به ئې په پاکستان کې دیني مدرسو ته ولیږدول شي.»

صدیقي ویلي دي چې دغه ماشومان د مغزي مینځنې وروسته په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد د ځانمرګو بریدونو له پاره چمتو کیږي.

هغه زیاته کړې ده چې پولیسو تورن قاچاقچیان نیولي دي او ماشومان ئې خپلو کورنیو ته سپارلي دي. افغان حکومت تور لګوي چې په پاکستان کې ځینې مدرسې د افراطیت او زوریاتي تبلیغ کوي.

ولسمشر کرزی د ځانمرگې ماشوم د بخښنې په حال کې
ولسمشر کرزی د ځانمرگې ماشوم د بخښنې په حال کېانځور: AP

د فبروري په ۱۲ نیټه افغان چارواکو وویل چې یو لس کلن ماشوم ئې نیولی دئ چې غوښتل ئې په کندهار کې په ځانمرګي برید لاس پورې کړي.

تیر کال ولسمشر کرزي څو تنه ماشومان چې د ځانمرگو بریدونو د ترسره کولو له پاره افغانستان ته استول شوي ول وبخښل او آزاد ئې کړل. طالب یاغیان په دې تورن شوي دي چې له ماشومانو او نوو ځوانانو څخه د ځانمرګو بریدونو له پاره کار اخلي.

صدیقی وویل چې حکومت د داسې پیښو د مخنیوي له پاره د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري:

«له کورنیو څخه هیله کیږي چې پرې نه ږدي چې د هغوی ماشومان د دینی زده کړو په پلمه د ترهګرو د عملیاتو ښکار شي.»

عبدالباري حکیم (فرانس پرس)
کتونکی: مسعود جهش