1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت آلماسو غلا

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲, چهارشنبه

د پولیسو په يونيفورم کې غلو د بروکسل په هوایي ډګر کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت آلماس او نوري ارزښتناکه ډبري غلا کړي دي. پولیس وایي چې دا د مسلکې غلو کار دی چې د غلا په حالت کې یې یو ټک هم نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/17hm1
انځور: Fotolia/ iTake Images

د انتویرپ د آلماسو د مرکز یوه ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې دا د بروکسل په هوایي ډګر کې د خپل ډول تر ټولو لویه غلا ده. د بروکسل د قضايي ادارې یوې ویاندي انیا بیجنینس، ویلي دي چې دغه غلا د اتو تنو له خوا تر سره شوې ده.

هغې زیاته کړې ده چې دغله د شپې پر اتو بجو د بروکسل هوایي ډګر ته ننوتي دي. د دې په خبره غله په دوو تورو موټرو کې چي پر سر يې د پوليسو څراغان هم نصب ول او د پولیسو په شان يونيفورم يې هم اغوستئ وو هوايي ډگر ته ننوتي دي.

میرمن بیجنینس ویلي دي: «هغوی هڅه کړې ده چې ځان د پولیسو په يونيفورم کې پټ کړي.» بیجنینس زیاته کړې ده چې هوايي ډگر ته تر ننوتلو وروسته دغو غلو چې له ځان سره یې وسلې هم لرلې ځان هغي الوتکي ته رسولی دی چې آلماس پکې بار ول او پرواز کولو ته چمتو وه.

د بروکسل هوايي ډگر
د بروکسل هوايي ډگرانځور: Reuters

غلو الوتکې ته تر رسیدو وروسته د هوايي ډګر کارکوونکي مجبوره کړي دي چې د د کارګو ځای پرانیزي او تر دې وروسته یې له ځان سره۱۲۰ بستې وړي دي چې پکې ډیر آلماس او نوري قیمتي ډبري بار وې.

ویل کیږي چې د الوتکې پیلوټ، د هغه همکار او یو تن ساتونکی هم د غلو له خوا نیول شوي ول خو په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي. پولیسو ویلي دي چې په الوتکه کې سپرو کسانو هیڅ نه دي لیدلي خو د هغوی پرواز د همدې پېښې له کبله لغوه شو.

د چارواکو په خبره دغه غلا په څو دقیقو کې پای ته رسیدلې ده. مېرمن بیجنینس ویلي دي: «دا یوه عادي غلا نه وه، هغوی د دې کار له پاره چمتو ول او مسلکي کسان ول.»

پولیسو لا تر اوسه پورې د غلو د هویت په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي، خو د رپوټونو په هواله د بروکسل پولیسو د دوشنبې په شپه ناوخت هغه هوایي ډګر ته نزدې چې دا غلا پکې شوې ده یو سوځیدلی موټر موندلی دی چې په اند يې هغه موټر دئ چي په غلا کې کار ځني اخیستل شوی وو.

په نړۍ  کې هر کال د۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت آلماس تبادله کیږي. پر دې سربیره هر کال د نزدې۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نوري قيمتي ډبري هم معامله کیږي.

د آلماسو د خرڅلاو چارواکو ویلي دي چې هغه اندازه آلماس چې د دوشنبې په ورځ له بروکسل څخه غلا شوې دي ښايي ارزښت یې۵۰ میلیونه ډالر وو.

د بلجیم رسنیو خبر ورکړی دی چې دا په تیرو ۱۸ کلونو کي د بروکسل په هوایي ډګر کې د خپل ډول پنځمه پېښه ده. تر دې مخکې په ۲۰۰۵ کال کې د امستردام له هوایي ډګر څخه د ۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت آلماس غلا شوې ول.