1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۷ افغانانو د سرپرېکولو په اعتراض کي لاريون

۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په زرونو کسانو لاریون وکړ. دغه لاریون په افغانستان کې د داعش په لاس له اوو هزارگانو د سرونو پریکولو پر ضد او د حکومت د سستۍ په غبرگون کې شوی وو.

https://p.dw.com/p/1H3lQ
Afghanistan Protest Trauer wegen Enthauptung von sieben Schiiten
انځور: Reuters/M. Ismail

د چهارشنبې په ورځ لاریون د کابل له لویدیځي څنډي دښت برچې څخه پیل شو او لاریون کوونکو د ارگ دروازو ته د رسیدو په موخه حرکت وکړ. د رپوټونو له مخې د لاریون کوونکو شمیر زرونو کسان ته رسیده.

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د هزاره قوم اووه تنه چې د وسله والو له لوري تښتول شوي ول د روانۍ اوونۍ په پیل کې په زابل ولایت کې ځنې سر پرې شوي جسدونه وموندل شول. ځایي چارواکي دغه پړه پر داعش اچولې ده.

د دغو کسانو جسدونه چې پکښې درې مېرمني او یو ماشوم هم وو د سه شنبې په ورځ یې په غزني کې د جنازې مراسم تر سره شول او تر هغه وروسته د قربانیانو کورنیو له ځایي خلکو سره پریکړه وکړه چې دغه جنازې کابل ته انتقال کړي. تیر ماښام دغه جسدونه کابل ته ورسیدل او خلکو د شپې په اوږدو کې د دغو تابوتونو تر څنگ شمان بل کړل.

په کابل کې د دویچه ویله خبریال د رپوټ له مخې لاریونونه په سوله ییز ډول تر سره شول. د خبریال د رپوټ له مخې احتجاج کوونکو د لارو د خوندیتوب غوښتنه کوله او له دولتي چارواکو څخه یې وغوښتل که چیرې د خلکو ژوند امنیت نه شي ټینگولای نو څنډې ته دې شي.

لاريون کوونکي
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

احتجاج کوونکو چې جنازې یې له ځانه سره لیږدولې، وویل چې موخه یې د ارگ دروازو ته د دغو جسدونو رسول دي. د رویټرز خبري آژانس په وینا که څه هم دغه لاریون سوله ییز وو خو د احتجاج کوونکو غوسه اسلامي دولت یا داعش او حکومت دواړو ته مخاطبه وه.

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د یوه ۴۰ کلن احتجاج کوونکي سید کریم، له قوله لیکلي دي: «په راتلونکي کې د دغسې جنایتونو د مخنیوي یوازنۍ لار د ټولو حکومتي دفترونو نیول دي، څو هغوی بیداره شي او یوه پریکړه وکړي.»

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولاس هیسم، د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه شان وژني له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. د هغه په خبره «دغه بې منتطقه قتلونه کیدای شي په جنگي جرمونو کې وشمیرل شي او له عاملینو سره یې باید د قانون پر اساس حساس او کتاب وشي

احتجاج کوونکو ویل چې د هزاره قوم خلک د غزني، بامیان او وردگو ولایتونو تر منځ د پرتو خطرناکو لارو پر سر چې زیاته برخه یې د طالبانو په کنترول کې ده هره ورځ وژل کیږي.