1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۸۲ سنله رایو پایلې اعلان شوې

مسعود جهش۱۳۹۳ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دریم وار د ټاکنو قسمي پایلې اعلان کړي. دا وار د ۸۲.۵۹ سنله شمیرل شويو رایو پایلې اعلان شوې چې بیا هم عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی پکې دوه مخکښ کانديدان ښول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Bo08
انځور: Reuters

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني، د پنجشبنې په ورځ د ۸۲.۵۹ سنله رایو قسمي پایلې اعلان کړې. د دغو پایلو له مخې عبدالله عبدالله د ۴۳.۸ سنله رایو په تر لاسه کولو سره په لومړي او اشرف غني احمدزی د ۳۲.۹ سنله رایو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې دي.

تر دغو دوو مخکښو کانديدانو وروسته په ترتیب سره زلمي رسول د ۱۱.۱، عبدالرب رسول سیاف د ۷، قطلب الدین حلال د ۲.۸، گل اغا شیرزی د ۱.۶، داوود سلطان زوی د ۰.۵، او هدایت امین ارسلا د ۰.۲ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره له دریمه تر اتمه پورې ځایونه خپل کړي د ي.

ښاغلي نورستاني روښانه کړه چې تر اوسه پورې تر پنځو میلیونو ډیرې رایې شمیرل شوې دي. هغه وویل چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به له دوو ورځو ځنډ سره د شنبې په ورځ اعلان شي.

د پلان له مخې باید د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو د ټاکنو د کمېسیون غړو ټینگار وکړ چې د پایلو د اعلانولو په بهیر کې د لا ډیر شفافیت د راوستلو له پاره یې دغه نېټه دوې ورځې ځنډولې ده.

که څه هم نورستاني ټینگار وکړ چې دوهم پړاو ته د ټاکنو د تلو په اړه د وروستۍ پایلې تر اعلانیدو پورې یوه پریکړه نه شي کیدای، خو هغه وویل چې که ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیږي نو د دوی کمېسیون د هغه تر سره کولو ته «تر یوه حده پورې» چمتوالی لري.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر په حواله اوس د ۱۷۱۹ مرکزونو رایې څیړل کیږي او د ۷۸۹ نورو مرکزونو رایې د بیا شمیرنې په حال کې دي.

تر دې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د می میاشتي پر۱۴ نیټه د ټاکنو وروستۍ پایلي اعلان کړي. که هیڅ نوماند د پنځوس جمع يو سلنه رايو په گټلو و نه توانیږي، ټاکني به دوهم پړاو ته وغځیږي. په دې ترتیب سره به د می میاشتي پر ۲۸ نېټه د ټاکنو دوهم پړاو ترسره شي. په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلي د درغلیو د تورونو له کبله څو اوونۍ وروسته اعلان شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب