د 11/9 د کلیزې په هکله د نړۍ د مشرانو غبرګون
۱۳۹۰ شهریور ۲۰, یکشنبهملګرو ملتو عمومي منشي په خپلي وينا کي د 2001 کال د سپتمبر د يولسمي نيتي ترهګرايز بريد ته په اشاري سره وويل:
«هغه ورځ زما ښه په ياد ده. څو ساعت مخکي له هغي ما بايد د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلي د رياست د غونډي لپاره تياري نيولي واي. خو د تروريسيتي بريد له امله ټول مجبوره شول چي د ملګرو ملتو له مقر څخه ووځي. د ملګرو ملتو مشرۍ کي خلاء رامنځ ته شوه. او دا د ملګرو ملتو په تاريخ کي تر ټولو سخته ورځ وه.»
بان کي مون زیاته کړه چې وروسته له 24 ساعتونو د ملګرو ملتو عمومي اسامبله بيرته دايره شوه او په لومړي سر کي یې دغه حمله په ډيره کلکه توګه وغندله. خو هغه وويل لس کاله وروسته هم نړۍ د تروريزم له ګواښ او ويرې څخه ژغورل شوې نه ده.
د آلمان صدراعظمی ، انګلا مرکل هم دغسی یو غبرګون ښکاره کړ او وویل:
«اسامه بن لادن ووژل شو خو پر تروریزم باندی غلبه تر اوسه پوری نه ده موندل شوی. خو مونږ په ډاډ ویلای شو چی اوس مونږ په نړۍ کې په دغې مبارزې کې ډیر متحدین لرو. کوم تحولات چی په شمالی افریقا کی رامنځ ته شوي، د دې ښکاروندی دي چی نه یواځي په اروپا او امریکا، بلکه د نړۍ په نورو برخو کې هم خلک د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره راولاړ شوي دي.»
مرکل زیاته کړه:
«نو په دی وجه 2001 کال د سپتمبر له یولسمی څخه لاس کاله وروسته ویلای شو چی د تروریزم پر ضد مبارزه د آزادی مبارزه ده.»
د فرانسې ولسمشر، نیکولای سارکوزي، په خپل غبرګون کی د امریکا له ولس سره خواحوږی ښکاره کړه او ویویل:
«په دغې ورځ هر فرانسوی داسی احساس وکړ لکه چی پر هغه باندی تیری شوي وي. وحشت او ترور نیویارک د خپل برید هدف وټاکه خو دا امکان ؤ چی پاریس هم وای.»
هغه زیاته کړه چې لس کاله وروسته بن لادن ووژل شو او القاعده ګوډه شوه، افغانستان نور د تیاری او د ترور پناه ځای نه دی چی له هغه ځای څخه په نړی باندی حملی وشي.
د بریتانیا صدراعظم، دیوید کمرون، په خپل غبرګون کی وویل چی د سپتمبر د یولسمی د حملو څخه وروسته بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو د ځینو اقداماتو له نیولو سره خپل ځینی اخلاقی صلاحیت او اعتبار له لاسه ورکړ. کمرون د الجزیری تلویزوین شبکی ته په یوه مرکه د سپتمبر د یولسمی د پیښی د لسمی کالیزی په مناسبت وویل:
«د ګوانتانامو د زندان جوړول یوه ستره غلطی وه. له دی سره مونږ خپل اخلاقی صلاحیت او واکداری ته تاوان ورساوه، هغه یو صلاحیت چی مونږ ورته اړیتا لرو ترڅو په نړۍ کې د یوي قضیې داعیه عنوان کړو.»
په مصر کی زیږیدلې مشهورې لیکوالې، مونا التحاوی، چې په امریکا کې اوسیږی وویل چې هغه اندیښنه لري چې د سپتمبر د یولسمی د لسمی کالیزی په رانژدې کیدو سره د امریکا په مسلمانانو باندی یو ځل بیا توره وریځ خوره شي. دغه لیکواله چی د آسترالیا د ملیبرون ښار ته د لیکولاانو یوه په فیستوال کې د ګډدون لپاره تللی وه د رویتر خبری آژانس ته یی وویل:
«په نیویارک او واشنګتن باندې حملې د ټولو خلکو لپاره یوه شوک ؤ، په خاصه توګه د مسلمانانو لپاره، ځکه له دې حملو سره مسلمانانو ته بدنامي واوښوته او په متحده ایالاتو کې یې ژوند نور هم سخت شو.»
دغې لیکوالې چې پخوا یې د خبری آژنسونو لپآره د ژورنالستې په توګه کار کاوه وویل:
«دا دی اوس مونږ د سپتمبر د یولسمې د لسمی کالیزې په یادون کې قرار لرو. اوس هغه وخت رسیدلی چې مونږ و واویو، مونږ هم امریکایان یو او مسلمانان یو. دغه تیر لس کاله دیر سخت تیر شول، په دغو تیرو کلونو کې له ویرې سره مو ژوند وکړ. هغه یوه ویره چې له پیش قضاوتي او کرکې سره جوخته وه.»
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش