1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 12 ولايتونو رايي يوار بيا شمېرل کيږي

۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبه

د لوي څارنوالۍ چارواکي وايي، په دغو دولسو ولايتونوکي ځکه له سره رايي شميرل کيږي چي د دوی د څيړنو له مخه پکښي پراخي درغلي سوي او د يو شمير کانديدانو چي اوس پاته راغلي، حقونه تر پښو لاندي سوي.

https://p.dw.com/p/R1T9
د انتخاباتو کمېسيون پر ځان باندي د درغليو تورونه نه مني
د انتخاباتو کمېسيون پر ځان باندي د درغليو تورونه نه منيانځور: AP

د پينځو مايشتو راهيسي د افغانستان د پارلماني ټاکنو را پورته سوي لانجه پاي ته نده رسېدلې.

په يوه تازه اقدام کي وړمه ورځ پوليسو د ځانګړي محکمې په دستور د ټاکنو کمېسيون پر مرکزي دفتر يرغل وکړ او هلته يې يو شمير انتخاباتي دفترونه مهراو لاک کړل.

اوس ويل کيږي چي حکومت غواړي په ۱۲ ولايتونو کي پارلمان ته د اچول سوو رايو بيا شميرنه وکړي.

د څارنوالۍ وياند امان الله ايمان وايي په لومړی سر کي د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون په يادو دولسو ولايتونو کي د رايو له بيا شميرلو سره مخالفت درلود، خو اوس يي هوکړه کړې چي د دولسو ولايتونو رايي به له سره شميرل کيږي او د رايو صندوقونه يې هم ځانګړي محکمي ته سپارلي دي.

دغه محکمه د ولسمشر کرزي له لوري انتخاباتي درغليو ته د رسيدګۍ په موخه جوړه سوې ده.

د څارونوالۍ وياند وويل: « موږ په دې وتوانيدو چي د دوی همکاري جلب کړو، او دوی موافقه وکړه چي دغه صندوقونه بيا وشميري او ځانګړي محکمي ته يې وسپاري، د دغو شکمنو صندوقونو د بيا شميرلو او بر رسۍ لپاره يو ګډ کمېسيون موظف کيږي چي ژر به په کار پيل وکړي».

د لوی څارنوالۍ د نطاق په خبره چي په دغه کميسيون کي به د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسيون په ګډون ۱۴ اداري غړيتوب ولري.

Flash-Galerie Wahlen in Afghanistan 2010
انځور: DW

په ورته وخت کي د ټاکنو د خپلوا ک کمېسيون او انتخاباتي شکايتونو د کميسيون يو شمير کليدي غړي له ملک څخه ممنوع الخروج اعلام سوي دي.

ټولو مرزي قرارګاوو او هوايي ډګرونو ته امر سوی چي بهر ته د دغو کسانو د تګ مخنيوی و کړي.

په قوي احتمال د ټاکنو د کمېسيون ريس فضل احمد معنوي، د دارالنشاه ريس احمدزی، او د دغوکمېسيونونو د ويندويانو په ګډون د دغي اداري ځيني سلاکاران او کميشنران په دغه ډله کي دي.

معترضو کانديدانو د لوي څارنوالۍ د دغه اقدام ملاتړ کړی. هغوی ويلي، چي دوی چمتو دي عدالت ته د مجرمو څيرو په سپارلو کي ځانونه قربان کړي.

په ورته وخت کي د ټاکنو کمېسيون په ځان باندي لګيدلي تورونه نه مني.

د دغه کمېسيون د ويندوي دفتر په يوه وينا پاڼه کي دويچه ويلي ته وويل چي هيڅ يوه اداره پر دوی باندي بنديزونه نسي لګولای.

خو د څارنوالۍ نطاق امان الله ايمان بيا وايي د دوی پريکړي د قانون په رڼا کي تر سره کيږي.

د يادولو وړ ده چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسي حال کي د دولسو ولايتونو د رايو له بيا شميرلو سره هوکړه کوي چي څه باندي دوې مياشتي دمخه د ټاکنو پايلي اعلام سوي دي.

دغه کمېسيون د انتخاباتي نتايجو له اعلام وروسته ويلي ول چي د دوی چاري په کامله توګه رڼې دي او هيڅ څوک نسي کولای چي د کوم مرکز رايي بيا وشميري او يا هم له دوی نه تحقيقات وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل