1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 16 هيوادونو ددفاع وزيران د افغانستان په اړه غونډه کوي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د هغو هيوادونو د دفاع وزيران او لوی درستيزان، چي د افغانستان په شمالي ولاياتو کي پوځيان لري، نن په برلين کي د خپلي راتلونکي ستراتيژۍ په اړه سره ږغيږي...

https://p.dw.com/p/NKxW
په تصوير کي د امريکا او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران رحيم وردگ او رابرت گېټس تر سترگو کيږي
په تصوير کي د امريکا او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران رحيم وردگ او رابرت گېټس تر سترگو کيږيانځور: AP

د آلمان د دفاع د وزيرکارل تېودور څو ګوتنبيرګ په مشرۍ ددې غونډي اصلي هدف دا دی چي«د ګډ ماموريت د تداوم په برخه کي يو ښکاره پیغام ولري

د افغانستان په شمال کي 16 هيوادونه د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک په چوکاټ کي ماموريت تر سره کوي، چي قومانده يې د المان په غاړه ده.

د جرمني پارلمان د فبرورۍ په مياشت کي په افغانستان کي د خپل پوځ د ماموريت ونډه 5350 تنو عسکرو ته لوړه کړه.

په دغه غونډه کي د ناټو، اروپايي ټولني او د افغانستان څخه راغلي استازي هم ګډون کوي.

د جرمني د دفاع وزير د«فوکوس» مجلې سره په يوه مرکه کي ويلي: « په افغانستان کي وضع خطرناکه ايسي او له کبله يې د آلمان اردو په لا ښو تجهيزاتو سمباليږي. د زغره والو توپونو تر څنګ به 15«ماردر» نومي ټانکونه، د پلونو د جوړولو ټانکونه او لوژيستيکي شوبلي هم افغانستان ته ولېږل سي.»

د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څوگوتنبيرگ په فيض آباد کي د څپلو عسکرو څخه د ليدني پر مهال
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څوگوتنبيرگ په فيض آباد کي د څپلو عسکرو څخه د ليدني پر مهالانځور: AP

ګوتنبيرګ زياته کړې، چي د دفاعي چارو بودجه به د سپما د هلو ځلو د اړخه د پخوانيو پلاونو خلاف ډېره نه اغېزمنه کيږي. د آلمان اردو په عمومي صورت وسلې نه ډېروي، بلکي «په سيمه کي د اړتيا له امله« اوس غبرګون ښکاره کوي. په نورو سيمو کې ټانکونو ته اړتيا نه ليدل کيږي، خو بايد چي « ملکي هلي ځلي» لوړي سي.

د هغه په خبره بايد«د سرتيرو د ژغورلو په برخه کي اړين ترتيبات ونيول سي.« داسي نه سي کيدای چي د پيسو د قلت او ارقامو د سنجش له کبله اړين کارونه تر سره نه سي.

په افغانستان کي د اپريل په مياشت کي اووه تنه آلماني سرتېري ووژل سول. دغه راز د«شپيګل» مجلې د يوې مقالې له مخه د جرمني پوځ د2009 کال د سپټمبر د څلريمي نېټې د هوايي بريد ملکي قربانيانو ته د تاوان ورکولو په برخه کې هم دقيق وړانديزونه وکړل.

د «شپيګل» مجلې د خبر د مخه د آلمان پوځ غواړي د ملکي قربانيانو خپلوانو ته د هر مړي پر سر تقريبا4000 يورو تاوان ورکړي. د څلور لکو يورو په شاوخوا کي دغه تاوانونه به «پرته له دې چي يو حقوقي مکلفيت وګڼل سي» ورکړل سي.

DPA/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب