1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د 1700 څخه زياتو طالبانو خپلي وسلي په ځمکه کيښودي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

چارواکي وايي چي تر اوسه 1700 طالب جنګيالي د بيا ادغام د پروسي سره يوځاي شوي. دغه چارواکي همدا راز زياتوي چي ډير شمير نور جنګيالي پرته له دي چي په رسمي توګه د سولي د پروګرم سره يوځاي شي د جګړي څخه لاس اخلي

https://p.dw.com/p/11KES
افغان پخوانی طالبان
افغان پخوانی طالبانانځور: DW

د 1700 څخه زياتو طالب جنګياليو خپلي وسلي په ځمکي ايښي او د بيا ادغام د پروسي سره يو ځاي شوي دي. دغه خبره د ناټو يو جنرال څوک چي د بيا ادغام د پروسي مسؤل دي د پنجنشنبي په ورځ وکړه. دغه پروسه نږدي يو کال وړاندي د افغان دولت له خوا په لاره اچول شوي وه.

د ناټو ځواکونو د ادغام د پروګرام مشر، جنرال فيل جانز، په دي هکله وويل: « تر اوسه پوري تقريبا 1740 تنه اورپکي په رسمي توګه په دغه پروسه کي شامل شوي. پر دي سربيره د افغانستان د بيا پخلانيي شورا د هيواد په سطحه دا وخت د 40 څخه تر45 مختلفو ګروپونو سره د جوړ جاړي په خبرو بوخته ده. د هغو کسانو شميره چي د سولي عالي شورا ورسره په خبرو اخته ده کيداي شي چي 2000 تنه وي.»

هغه دغه خبري د کابل څخه د تليفوني کنفرانس په ترڅ کي واشنګټن کي خبريالانو سره کولي. جانز ويلي کوم جنګيالي چي د سولي د بهير سره يو ځاي شي، د تشدد څخه لاس واخلي، اساسي قانون ؤمني او د تروريستانو سره اړيکي پري کړي نو دوي به د دولت لخوا وبښل شي.

جانز خبريالانو ته ويلي چي ډير ځلي طالب جنګيالي د څو کسانو سره يوځاي د جګړي څخه لاس اخلي چي دغه د دوي د ژوند د بدلون لپاره يو ډيره مهمه پريکړه ده.

د دغي پروسي سره د نړيوالي ټولني له خوا 141 ميلونو ډالر مرسته شوي، چي 58 ميلونه يي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا ورکړل شوي. واشنګټن به تر 2012 کال پوري د افغان اردو د پياوړي کولو لپاره 12.8 مليارده ډالر په مصرف ورسوي.

د جانز د اټکل له مخي د دي سربيره چي اورپکي په رسمي توګه د ادغام د پروسي سره يو ځاي کيږي، ځيني نور اورپکو هم پرته له دي چي په رسمي توګه د دغي پروسي سره يوځاي شي د جګړي څخه لاس اخلي او خپل عادي ژوندونو ته ادامه ورکوي.

د جانز په وينا اوس هم په هلمند کي د بيا ادغام مسله د جنګياليو په منځ کي د تسليميدو معني لري. دي وايي: «په هلمند کي او هم د جنګياليو په منځ کي دغه فکر شته چي بيا ادغام د تسليميدو په معني ده.»

جانز زياتوي چي د پاکستاني طالبانو تاثير په هلمند کي داسي شرايط رامنځ ته کړي چي افغان طالبان نه غواړي په ښکاره توګه د جګړي څخه لاس واخلي.

جانز وايي: «په هلمند کي شرايط داسي دي چي که څه هم طالبان غواړي د جګړي څخه لاس واخلي، خو نه غواړي دغه کار په ښکاره توګه تر سره کړي.»

کله چي د جانز څخه پوښتنه وشوه چي ايا د القاعدي د مشر، اسامه بن لادن، وژنه به په افغانستان کي د جنګاياليو په شميري کومه اغيزه واچوي، هغه وويل چي د دغي خبري د معلومولو لپاره لا وخت شته.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي/ مسعود جهش