1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G-8 غونډه د اقتصادي ودې او د سپما له پاره د کار کولو پر توافق پای ته ورسېده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ywZ

په اقتصادي توگه د پرمختللو اتو صنعتي هيوادونو جي اته سرمشريزه پر دې توافق پای ته رسېدلې ده چي غړي هيوادونه به هم د اقتصاد د پرمختگ له پاره کار کوي او هم به د بوديجو د کسر د ټيټولو هڅي کوي.

د جي اته دغه سرمشريزه واشنگټن ته نزدې په کېمپ ډېويډ کي جوړه سوې وه. د المان لومړۍ وزيري انگېلامېرکل په سرمشريزه کي وويل چي د اروپايي ټولنې تر سرمشريزي پوري به غړي اروپايي هيوادونه د اقتصادي ودې له پاره بېلي لاري وپلټي.

د اروپايي ټولنې دغه سرمشريزه د جون په مياشت کي پلان سوې ده. د جي اته په سرمشريزه کي پر دې هم توافق موجود وو چي د اقتصادي بحران سره مخامخ يونان دي د يورو په زون کي پاته سي خو په دې شرط که د اقتصادي ريفورم خپلې ژمني پوره کړي. د دې تر څنگ د افريقا د ستري وچي لپاره د غذايي پروگرام په ترڅ کي هم توافق سوی دئ. د متحده ايالتونو تر څنگ المان، فرانسه، بريتانيه، اېټاليه، کاناډا، جاپان او روسيه د جي اته غړيتوب لري.