1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G-8 غونډه د سوريې د کړکېچ تر سيوري لاندي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۷, دوشنبه

د اوو مخکښو صنعتي هيوادونو او روسيې مشران (G-8) په شمالي ايرلند کي سره راټوليږي. د غونډي اصلي موضوع به د سوريې کورنۍ جگړه وي.

https://p.dw.com/p/18qwz
Britain's Prime Minister David Cameron (R) greets Russia's President Vladimir Putin in Downing Street, in central London June 16, 2013. The two leaders will meet ahead of the G8 summit in Northern Ireland, amid local media speculation that they will discuss the crisis in Syria. REUTERS/Luke MacGregor (BRITAIN - Tags: POLITICS)
Cameron Putin Treffen in Londonانځور: Reuters

د شمالي ايرلند په يوه هوټل کي په دغه دوې ورځنۍ غونډه کي د سوريې د کورنۍ جگړې په اړه د نظر د اختلاف تمه کيږي. په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالات د سوريې اپوزيسيون ته د وسلو ورکولو خبره کوي، روسيې د بشارالاسد پر ملاتړ باندي ټينگار کړی دئ.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين، د غونډي له کوربه يا د بريتانيا د لومړی وزير ديويد کامرون سره تر ليدني کتني وروسته د سوريې ياغيانو ته د وسلو ورکولو خبرداری ورکړ او د دمشق پر رژيم باندي ئې د روسۍ وسلو د خرڅلاو دفاع وکړه.

د کريملين مشر وويل: «موږ د سوريې قانوني حکومت ته وسلې ورکوو. موږ په دې سره هيڅ قانون تر پښو نه لاندي کوو.»

روسيه يو له هغو هيوادونو څخه دی چي د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي له سوريې څخه دفاع کوي.

د بريتانيا لومړی وزير ديويد کامرون اعتراف وکړ چي د سوريې په اړه له مسکو سره د نظر «ستر تفاوت» لري. خو هغه وويل، چي سوريه د يوه دولت په شان ساتل او په دغه هيواد کي جگړه ختمولو بيا گډ هدف دئ.

په شمالي ايرلند د اينسکي هوتل چي (جي ۸) غونډه پکښي ترسره کيږي
په شمالي ايرلند د اينسکي هوتل چي (جي ۸) غونډه پکښي ترسره کيږيانځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي د ۲۰۱۱ کال له مارچ مياشتي راهيسي د اسد رژيم پرضد په ولسي پاڅون کي تر اوسه پوري نزدې ۹۳۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.

روسيه د سوريې په اړه د (G-8) په دغه سرمشريزه کي چي امريکا متحد ايالات، کاناډا، آلمان، فرانسه، جاپان، لويه بريتانيا او ايټاليا دي د سوريې په اړه پوښتنو کي يوازي پاته ده.

خو کله چي د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د يوه جنگ د سياسي حل له پاره د ويتو خبره وي نو روسيه بيا مهم رول لري. د دوشنبې په ماښام د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما او د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين غواړي چي يو په يو سره وگوري.

په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالتونو ويلي دي چي د اسد رژيم د پاڅون کوونکو پرضد کيمياوي وسلې کار کړي دي. خو روسيه وايي چي اسد دې ته هيڅ اړتيا نه لري چي له زهرجن گاز څخه کار واخلي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي د امريکا متحده ايالات غواړي، چي پر اسد باندي د فشار راوړلو په خاطر اردن ته جنگي الوتکي ولېږي او هلته د توغنديو دفاعي سيستم نصب کړي.

د امريکا ترځنگ بريتانيا او فرانسه هم غواړي چي پاڅون کوونکو ته وسلي ورکړل سي. خو آلمان بيا د سوريې اپوزيسيون ته د وسلو ورکولو وړانديز رد کړی دئ.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله د خپل هيواد له تلويزيوني چينلونو سره په خبرو کي ويلي دي، چي کړکېچ له پوځي لاري نه حل کيږي. دوامداره ثبات له يوې سياسي لاري ټينگيدای سي.