1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G20 د جوړيدو سل کاله پوره سول

۱۳۸۸ آذر ۲۳, دوشنبه

پيل د صنعتي پرمختللو هېوادونو لخوا د چټکو پرمختلونکو هېوادونو په وړاندې د نېک نيت په اشاره سره وشو. هغه دا چې، هغوی ښايي په راتلونکې کې په نړيوالو اقتصادي او مالي چارو کې د صلاح مشورو حق ولري...

https://p.dw.com/p/L1rt
دG20 په ډله کې د 19 هېوادونو د ماليې وزيران او د مرکزي بانکونو رئيسان استازيتوب لري
دG20 په ډله کې د 19 هېوادونو د ماليې وزيران او د مرکزي بانکونو رئيسان استازيتوب لريانځور: AP / CC_Marcin n_nc

د 1999 ميلادي کال د جون په مياشت کې د آلمان د کولن ښار کې جوړې شوې نړيوالې اقتصادي سرمشريزه غونډې دا وړانديز طرح کړ چې، په راتلونکې کې بايد د صنعتي او چټکو پرمختلونکو هېوادونو د ماليې وزيران او د مرکزي بانکونو رئيسان د معلوماتو د راکړې ورکړې په منظور کله ناکله سره جرگه شي. له هغه نو يو څو مياشتې وروسته يعنی د هم هغه کال په دسمبر د برلين ښارکې د په اصطلاح G20 هېوادونو غونډه جوړه شوه.

په دې اړوند د پرمختيايي سياست د پاره د آلمانۍ ادارې مشر Dirk Messner څرگندوي:«هو، لس کاله مخکې دا لومړۍ گام وو، چې صنعتي او چټک پرمختلونکي هېوادونه يوه مېز ته سره کښېنوي. تر هغه وخته پورې موږ يو نړيوال اقتصاد او يو نړيوال اقتصادي سمښتي نظم درلود، چې د G8 هېوادونو لخوا جوړ شوی وو. چټک پرمختلونکي او پرمختلونکي هېوادونه پکې ناوړه تنظيم شوي او کم اختيار يې درلود. د G20 هېوادونو ټولنه جوړونه د چټکو پرمختلونکو مملکتونو هڅه وه، تر څو خپل اقتصادي او سياسي قدرت په نړيواله سطح رامنځ ته کړي او په دې کار ښه بريالي شوي هم دي.»

د G20 په ډله کې د 19 هېوادونو د ماليې وزيران او د مرکزي بانکونو رئيسان استازيتوب لري. دا په لومړي سر کې هم هغه G7 هېوادونه يعنی آلمان، فرانسه، انگلستان، ايطاليه، جاپان، کاناډا او د امريکې متحده ايالتونه وو. پر دوی باندې بيا د G8 ملگری روسيه او هم ارجنتاين، آستراليا، برازيل، چين، هند، اندونيزيا، جنوبي کوريا، مکزيکو، سعودي عربستان، جنوبي افريکه او ترکيه ورزيات شول. د دې غونډې يو ځانگړی او شلم غړی هم اورپايي ټولنه ده، چې د خپلې شريکې شورا لخوا يې استازيتوب کيږي. برسېره پر يادشوو، د G20 هېوادونو په کانفرانسونو کې د نړيوال بانک او نړيوال پولي صندوق استازي هم برخه اخلي.

د 20 مهمو صنعتي او چټکو پرمختلونکو ملکونو دا ډله د نړۍ د ټولنيزه توليداتو په سلو کې 90 برخې جوړوي، د نړيوالې سوداگرۍ په سلو کې 80 برخې او د نړۍ د وگړو يو پر دريه برخه - لنډه دا چې يو پياوړی ځواک.

«دلته Messner په ډاگه کوي: هو، لومړی قدرت يې په دې کې دئ، چې G20 ډلې په تېره لسيزه کې باور نه کېدونکي بدلونونه په نړيوال اقتصاد کې راوستلي. 16,15, 17 کله وړاندې، کله چې د سوسياليزم نړښت تر سترگو کېده، چين يو کوچنی اقتصادي رول لوباوه، چې له بلجيم څخه زيات نه وو. او اوس پوهېږی چې نن ورځ د چين ونډه په نړيواله سوداگرۍ کې، د چين برخه په مستقيمو پانگواچونو کې، چې له چين څخه راځي او چين ته ځي، ډېره لويه ده. هندوستان لږڅه وروسته رامخ ته شو، خو نن ورځ د هغه اهميت هم په نړيوال اقتصاد او نظم کې ډېر زيات دئ. د قدرت دا بدلون د G20 په ډله کې منعکس کېدونکی دئ، چې همدا ټکی د اهميت وړ هم دئ.)

اوس دG20 ډله له خپل منځ ته راتگ څخه شل کاله وروسته هنوز پياوړې شوې، نظر هغه وخت ته چې G8 ډله وه. G8 د لويو صنعتي ملکونو او روسيې يو کوچنی کلوب وو، چې د چټکو پرمختلونکو هېوادونو لکه چين، هند او برازيل تر سرمشرۍ لاندې نورې ټولې نړۍ په وړاندې ولاړ وو. اوس هغه هېوادونه هم د G20 ډلې مل شويدي. خو له دې سره هغو هېوادونو ته چې په دې ډله کې برخه نه لري په ډېره آسانۍ سره دا احساس پيداکيږي، چې نور نو کوم اختيار نه ورته پاتې کيږي. دا کوم تصادف هم نه دئ: له کوم وخت راهيسې چې G20 ډله شته، تر څنگ کې د G172 ډله هم شته او دا ټول هغه مملکتونه دي، چې په G20 کې شريک نه دي.

Ulrich, Klaus/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل