1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G20 هيوادونه د مالي بازارو پر کنټرول موافق سول

۱۳۸۷ اسفند ۵, دوشنبه

دجرمني صدراعظمي ميرمن انګيلا ميرکل د برلين په هغه غونډه کي چي دنړۍ دمشرانو مالي غونډي ته دتياري نيولو دپاره دلمړي وزارت په ودانۍ کي جوړه سوې وه ،څرګنده کړه ...

https://p.dw.com/p/GzkY
د برلين په کنفرانس کښي دايټاليا ،فرانسې، جرمني او انګلستان دولتي او حکومتي مشران
د برلين په کنفرانس کښي دايټاليا ،فرانسې، جرمني او انګلستان دولتي او حکومتي مشرانانځور: AP

چي دغه ډول مالي بحران چي د لسيزو لسيزو راپدې خوايې ساری نه ؤ ليدل سوی، بايد بيا تکرار نسي .ميرکل وويل چي :

«موږ دامنوچي ټول مالي بازارونه ، دمالي توليداتو،او مالي بازارونو ونډه وال، مالي احتکاري صندقونه، اونورشخصي عرضه کونکي بايد ترڅارني لاندي راوستل سي ،اوقواعد ورته وټاکل سي . دهغه پر جزييايتو باندي بايد کار وسي، او د کاري فعاليت د پلان جزء وګرځي .»

دمالي بحران سره دمبارزې او پدې لار کي دفعاليت پر طرحي باندي د20 مهموصنعتي اودصنعتي کيدو په درشل کي ولاړو هيوادو په غونډه کي دتيرنوامبرپه مياشت کي په واشنګټن کي موافقه سوې وه . دغه طرحه 47 ټکي لري او اوس مهال يې دکاردڅلورو ډلو له خوا پر مشخصاتو باندي کار کيږي . د هغه راهيسي نوې خبره داروپايانو سره جوړيدل دي ،چي په واشنګټن کي لا داسي ښکاره نوه .ځکه چي پدې منځ کي داروپايي ټولني غړي هيوادونه هم غواړي چي دهغو هيوادونو اومالي مرکزونو يو لست جوړ کړي چي ددوي په بانکونوکي پرتو پيسو باندي ماليه نه اخلي ،او حاضرندي چي پدې هکله معلومات تبادله کړي . دغسي هيوادونه اومالي مرکزونو بايد د مقاومت ددوام په صورت کي حتی پربنديزونو حساب وکړي .

دابه سرسري اقدامونه نه ،بلکه اساسي اقدامونه وي . دفرانسې جمهور رييس نيکولاسرکوزي پدې اړه وايي :

«موږ ټول غواړو چي دلندن غونډه بريالۍ شي .او موږ ټول پدې هم پو هيږو چي دازموږ وروستی امکان دی .اروپا دټول نظام له سره جوړيدلو غوښتونکې ده .په لمړي سر کي داخبره څرګنده نوه، خواوس موږ ټول پدې برخه کي يو والی سره لرو .»

همدغه ډول دجرمني د صدراعظمي پر« دوامداره اقتصادي منشور»باندي چي د داووس په اقتصادي غونډه کي يې وړانديز کړي ؤ، هم موافقه وسوه .پدې منشورکي بايده دي دنړۍ دنوي مالي مهندسۍ اصول ذکرسي .ځکه چي خبره يوازي دبازارونو په قواعدو او مقرراتو باندي نه، بلکه پدې باندي هم ده چي اخلاقي سلوک هم بيرته را منځته سي .

پدې خاطر بايد دخپل اقتصاد په وقايوي اقداماتو لاس پوري نسي، يعني خپل بازارونه دنورو پرمخ ونه تړل سي، او دنړۍ دآزادي سوداګرۍ دپاره مبارزه وسي .

دانګلستان صدراعظم ګوردون براون په نړيوال اقتصادي نظام کي دنوو معاملاتو څخه خبري وکړې او ويې ويل :

«موږ داقتصادي ودي تر ټولو لوی پروګرام چه تر اوسه موجود ؤ،ملاحظه کۍ ، موږ دربحي دپايې ډير ټيټول وليدل، موږ هڅه وکړه چي دامکان تر اندازې ډيري پيسي د خپلو بانکونوپه نظام کي ورپمپ کړو .ترڅوچي هغوته دپورنو او کريډيت دبياورکولو امکانات په لاس ورکو .خوزمونږ ديته پام سو چي دنړيوال ګډکار په لاره کي بايد نورکارونه هم وکړو.مونږ بايد په هراړخيز ډول سره وږغيږو ترڅو نه يوازي نړيوال اقتصاد بيرته روغ ،او رونق ومومي ،بلکه راتلونکی اقتصادي نظام ښه او معقول بنسټ هم ولري .

ده په ټينګار سره وويل چي ددغو اقداماتود عملي کيدو په خاطر بايد دلندن تر غونډي وروسته هم ډير کاروشي ،او فشار ته ادامه ورکول سي،تر څو فيصله سوي تدابير په سم ډول عملي سي .