د G8 سرمشريزه په کمپديويد کي جوړه سي
۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سهشنبهاعلان
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې سږ کال به د G8 هيوادو سرمشريزه د می پر ۱۸ او ۱۹ د امريکا د متحده ايالاتو د ماري لېند په کمپديويد کي جوړه شي. تر اوسه پورې ويل کيدل چې سرمشريزه د بارک اوباما د زيږيدو په ښار شيکاګو کښي دايريږي. ويل کيږي چې تر دغې غونډې وروسته بيا د مې پر ۲۰ او ۲۱ باندې په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزه جوړيږي.