1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ISI لپاره نوی مشر ټاکل سوی

۱۳۸۷ مهر ۹, سه‌شنبه

د يوې نظامي اعلامې له مخې، چې پرون ماښام پاکستان کې خپره شوه، د Inter-Services Intelligence يا ISI نوی رئيس ډگرجنرال احمد شجاع پاشا دئ

https://p.dw.com/p/FReg
د پاکستان جمهوررييس آصيف علي زرداري او لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان جمهوررييس آصيف علي زرداري او لومړی وزير يوسف رضا ګيلانيانځور: AP

په اعلان کې 13 نور پستونه هم ياد شوي، خو د هغوی د پاره د نوو مشرانو نومونه نه دي په ډاگه شوي.

پاشا د ډگرجنرال نديم تاج کياني ځای نيسي، څوک چې يو کال مخکې د اولسمشر پرويز مشرف لخوا په دې دنده گمارل شوی وو.

افغانستان او د امريکې متحده ايالتونه دا گمان کوي، چې د پاکستان استخباراتي اداره له طالبانو سره مرسته کوي او هم په کابل کې د هندوستان پر سفارت باندي وروستي گذار کې د لاس لرلو شک پرې راوړي.

داسې ويل شوي، چې پاکستان دا کار د امريکې د فشارونو له مخې کړی او د امريکې متحده ايالتونو د رضا گيلاني تر مشرتابه لاندې د پاکستان پر نوي حکومت باندې دا زور اچولی، چې بايد اسخباراتي اداره ISI تر سخت کنترول لاندې ونيسي او د هغه هېواد د جاسوسي ادارې موجود مشر ډگرجنران نديم تاج بدل کړي.

د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني حکومت د جولای په مياشت کې هم يو ځل دا هڅه وکوله چې ISI د کورنيو چارو پر وزارت پورې وتړي، خو پوځيانو ورسره سخت مخالفت وښوود او دا کار ونه شو.

پاکستان د نړيوال تروريزم پرضد جگړو کې ځان د امريکې کلک ملگری بولي، مگر امريکايان دا باور لري، چې د ISI يو شمېر غړي ډبل رول لوبوي او په پټه سره له طالبانو او نور تندلارو مسلمانانو سره مرسته کوي. دوی په کابل کې د هندووستان پر سفارت باندې د جولای د مياشتې گذار، په کوم کې چې 58 تنه ووژل هم له دې اړوند څخه بولي. يو شمېر نيوکه کوونکي د پاکستان جاسوسي اداره، په حکومت کې بل حکومت بولي.

جنرال پاشا د پاکستان د پوځ د عمومي قوماندان اشفق کياني، چا چې يو کال مخکې له پرويز مشرف څخه د پوځ قومانداني تر لاسه کړه، د باور وړ کس دئ، او تر اوسه پورې د پاکستان د پوځي عملياتو يا سفربرۍ آمر وو.

د پوځ عمومي قوماندان اشفق کياني پخپله هم له جنران نديم تاج نه مخکې يعنې يو کال وړاندې د ISI رئيس وو. کياني د جنرال له بدلېدنې سره د نهو قل اردوگانو له جملې نه د څلورو قوماندانان او لوی درستيز هم تبديل کړي.

پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبانانځور: AP

د پاکستان استخباراتي ادارې ISI له 2001 لومړي کال راهيسې د امريکې له متحده ايالتونو سره د القاعدې د غړو په نيولو کې زياته مرسته کړېده. مگر لکه څرنگه مو چې مخکې وويل، امريکه دا شک لري چې د پاکستان استخباراتي اداره طالبانو ته، په افغانستان او کشمير کې د خپلې راتلونکې د تضمين کوونکو په سترگه گوري.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله يوه گڼه کې دې ته اشاره کړې وه، چې همدا پاکستاني استخبارات دي، چې القاعده او طالبان د امريکايي ميزايلو له کذارونو څخه مخکې له مخکې خبروي.

په داسې حال کې چې کياني دموکراسۍ ته د پاکستان د راگرزېدنې پلوی ښکاري، د هغه ځای چارواک وايي، چې نوموړي د پاکستان پوځ د خپلې دندې په لار روان کړی، او حکومت پوه شه خپل کارونه يې.

د نيويارک ټايمز د ورځپاڼې له قوله د پاکستان مشر آصف علي زرداري، تېره اونۍ له امريکې څخه د خپلې کتنې په موقع، د هغه هېواد د جاسوسي ادارې CIA له مشر مايکل هايدن سره وکتل. زرداري نوموړې ورځپاڼې ته، د يکشنبې په ورځ خپره شوې مرکه کې ويلي دي، چې زموږ مشکل د ISI سره دئ. زرداري دا هم څرگنده کړې، چې موږ له پرويز مشرف غوندې نه يو چې هم په اصطلاح سپي په ښکار پسې خوشي کوي او هم له ښکار سره سم تښتي.

پاشا په صوبه سرحد کې د قبايلو په وړاندې نظامي عملياتو کې د خپل فعاليت په ښودلو سره د تورنجنرالۍ له رتبې څخه د ډگرجنرال رتبې ته لوړ کړل شو. دی د افغانستان، امريکا او پاکستان په شريکو نظامي غونډو کې د خپل پلاوي مشر او هم يې د صلحې په پروسه کې د ملگرو ملتونو د مشر بان کې مون له صلاحکارانو څخه دئ.

د پاکستان پوځ يو شمېر نور بدلونونه هم د دوشنبې په شپه اعلان کړل، چې تر ټولو مهم يې د راولپنډۍ د قل اردو د قوماندان ډگرجنرال طاهر محمود ټاکنه وه، څوک چې وروسته له عمومي قوماندان اشرف کياني څخه دوهم نظامي قدرت جوړوي. د بهاوالپور د قل اردو نوی قوماندان ډگر جنرال محمود يوست او د کراچۍ د قل اردو نوی قوماندان ډگرجنرال شهيد اقبال غوره شوي.

د ډاون ورځ پاڼه ليکي، کياني د پاکستان پوځ کې د خپلې خوښې کسان ځای پرځای کړل، تر څو د پوځ حيثيت او د هېواد امنيت ي ساتلی وي. نو په دې ډول سره، په ISI او د راوالپنډۍ په قل اردو کې د خپلو کسانو په درلودلو سره اوس، ويلی شو چې د پاکستان پوځ د کياني پوځ دئ.