1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دdpaآژانس: پنتاګون د طالبانو د بريدونو د ډيريدو په ډار کي دی

۱۳۸۷ تیر ۲۶, چهارشنبه

پخپله د امريکا د متحده ايالتونو لوی درستيز ادميرال مايک مولن د طالبانو و قوت او طاقت ته اېښ پېښ پاته دی. امريکايي ورځپاڼه Wall Street Journal د مولن له قوله ليکي

https://p.dw.com/p/EdYg
د امريکا د متحده ايالتونو لوی درستيز ادميرال مايک مولن
د امريکا د متحده ايالتونو لوی درستيز ادميرال مايک مولنانځور: picture-alliance/ dpa

آلمانی آژانس dpa ليکي، تر دې وروستيو وختو پوري افغانستان د امريکايي ځواکونو د برياليتوب يو مثال او نخښه ښکاريده: د طالبانو د رژيم د نسکورولو او په جنوب کي د يو شمير وړو وړو پيښو سره سره، په دې هيواد کي امنيتي حالت نظر و عراق ته ډير ښه بريښيدی. ولي اوس هر څه تير دي: د مۍ د مياشتي راهيسي په افغانستان کي تر عراق زيات عسکر وژل کيږي، او پنتاگون يا د امريکا د دفاع وزارت د کال په اوږدو کي د طالبانو د ډيرو بريدونو په ډار کي دی او حتی پخپله اولسمشر جارج بوش په دې وروستيو وختو کي دا اقرار کړی، چي دوی له يوه سرسخته دښمن سره لاس په گريوان دي.

اوس په امريکا کي دا پلانونه تر لاس لاندي دي، چي له عراق څخه خپل عسکر راوباسي او افغانستان ته يې واستوي. اوس پوښتنه دا ده چي آيا د دوی ستراتيژي د بدلون په حال کي ده او که څنگه؟

د کندهارهرات پر لويه لاره د طالبانو وسله واله ډله
د کندهارهرات پر لويه لاره د طالبانو وسله واله ډلهانځور: picture-alliance/dpa

دا انکشافونه د تعجب وړ نه دي. په واشنگټن کي له پخوا څخه د طالبانو د اسلامي غورځنگ د پياوړتيا اندېښنه موجوده وه. پنتاگون په خپل يوه په اصطلاح ستراتيژيکي سند يا رپوټ کي دا خبره کړې ده، چي طالبان په دې توانېدلي چي په 2001 عيسوي کال کي تر نسکورېدو وروسته بيرته سره راټول او د نه تسليمېدونکو ډلو په ډول عمليات وکړي.

په رپوټ کي وړاندي ويل سوي چي، ښايي دا وسله وال د کال په اوږدو کي خپل ترهگر يرغلونه او بمي بريدونه ډير او پراخ کړي.

په داسي حال کي چي په عراق کي حالات مخ په ثبات روان ، زورزياتی ورځ تر بلي لږيږي او دولتي ځواکونه گام په گام امنيتي مسوليتونه په غاړه اخلي، په افغانستان کي د کرزي حکومت لا تر فشار لاندي راځي. د پنتاگون په رپوټ کي روښانه سوې، د طالبانو هدف همدا دی چي محلي دولتي کنټرول کم واکه کړي.

پخپله د امريکا د متحده ايالتونو لوی درستيز ادميرال مايک مولن د طالبانو و قوت او طاقت ته اېښ پېښ پاته دی. امريکايي ورځپاڼه Wall Street Journal د مولن له قوله ليکي، چي دا ډير تجربه کاره جنگيالي دي او خطر ورڅخه ورځ په ورځ ډيريدونکی دی. دا يو غير عادي کار دی، چي د امريکا يو لوړ پوړی افسر د اسلامي وسله والو په هکله دا ډول څرگندوني کوي.

د نيويارک ټايمز New York Times ورځپاڼه لکي چي، په افغانستان کي موجودو امريکايي قوماندانانو دا اشاره کړې، چي دوی د افغانستان د پاره 10000 نورو سرتيرو ته اړتيالري. دا په دې مانا چي هلته موجود عسکر يو پر درې بايد نور هم پياوړي کړل سي. خو له پنځو کلونو را پدېخوا په دوو جبهو کي جگړې امريکا ته دا کار سختوي چي نوي او تازه عسکر چمتو کړی.

د پاکستان په خاوره کي د تندلارو اسلامي ډلو د روزلو يو کمپ
د پاکستان په خاوره کي د تندلارو اسلامي ډلو د روزلو يو کمپانځور: AP

په دې پسي بيا د پاکستان موضوع او فکتور راځي: د امريکا پوځيان پرله پسې د پاکستان او بيا هلته د نوي حکومت سره نارضايتي څرگندوي. د افغانستان پولي ته نږدې قبايلي سيمي، چي د القاعدې د مشر اساما بن لادن د موجوديت اټکل هم پکښي کيږي، و طالب جنگيالو ته د پناه ښه زمينه برابروي. مولن وايي هغه سيمي اوس تر دوه کالو د مخه ډيري آزادي دي. نو دا ډير مهم کار دی چي بايد ورته په نظامي عملياتو سره جواب ورکړل سي.

له سرحد څخه د تيريدو موضوع تل يو جدي مشکل جوړوي، مولن پخپله د پاکستان مشرتابه ته په دې اړه د پريکړندي معاملې ږغ کړی. خبره دا ده، چي وايي د پاکستان نوی ملکي حکومت له وسله والو جنگيالو سره د روغي جوړي لار غوره گڼي نسبت د مقابلې او مبارزې لاري ته.

د افغانستان لانجه د امريکا د اولسمشريزه ټاکنو د انتخاباتي مبارزو موضوع هم جوړه سوې. مشرتابه ته کانديد دموکرات سناتور بارک اوباما همدا واي، که چيري سپيني ماڼۍ ته ورسيږي، نو افغانستان ته به 10000 نور عسکر ولېږي. د عسکري کړيو څخه همدا اوس اوس دا خبره آوريدل کيږي، چي د عراق څخه ژر ترژره خپل عسکر راوباسي او افغانستان ته يې واستوي، تر څو دا نيمگړيتا رفع سي.

د بوش د پاره کړکيچ: که چيري افغانستان ته زيات سرتيري واستوي، نو ورسره به د خپل ماموريت په وروستيو ورځو کي دا په ډاگه کړي، چي په افغانستان کي د دوی برياليتوب د تاريخ کندي ته ور ولوېدی.