1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رابرت بیلز په رسمي توگه بخښنه وغوښته

هما ناصري (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱, جمعه

د کندهار د عام وژنې مسئول امریکايي سرتیري رابرت باییلز، د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې په رسمي ډول بخښنه وغوښته او په افغانستان کې د یې ۱۶ تنو ملکي وگړو وژنه یو «بزدلانه» عمل وباله.

https://p.dw.com/p/19Uxu
انځور: Reuters

بیلز د محکمې پر وړاندې وویل: «زه له ټولو هغو کسانو څخه د زړه له کومې بخښنه غواړم چې ما یې ورڅخه د کورنۍ غړي اخیستي دي. ما د هغوی د کورنۍ غړي وژلي دي.» بیلز همداراز د پوځي قاضي پر وړاندې دا خبره هم ومنله چې د هغه دغه عمل یو بزدلانه کار وو.

څلویښت کلن بیلز د روان کال په جون میاشت کې د کندهار د وژنو جرم ومانه. د دغه امریکايي سرتیري وکیلان تر دې مخکې له قاضیانو سره داسې موافقې ته رسیدلي ول چې که بیلز خپل جرم ومني نو هغه ته به د اعدام سزا ور نه کړل شي.

اوس نو باید قاضیان په دې اړه پریکړه وکړي چې ایا بیلز تر ۲۰ کلونو بند وروسته د «تعلیقي بند» غوښتنه کولای شي او که نه. په دغه شان بند کې یو کس مخکې له دې چې خپل اصلي بند پوره کړي د ځینو شرایطو له مخې آزادیږي.

بیلز تر افغانستان مخکې په عراق کې هم ماموریت ترسره کړی وو. د هغه وکیلان ټینګار کوي چې دغه پخواني سرتیري په عراق او افغانستان کې د دندې ترسره کولو د فشارونو له کبله د کندهار په وژنو لاس پورې کړی دی.

رابرت بیلز د ۲۰۱۲ کال د مارچ میاشتې په ۱۱ نیټه په کندهار کې له خپلې اډې څخه ووت او بیا یې ۱۶ تنه ملکي وګړي چې ډیر شمیر یې ښځې او ماشومان ول ووژل.

بیلز په محکمې کې د خبرو پر مهال وویل چې هغه په عراق او افغانستان کې تر څو وارې دنده ترسره کولو وروسته له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وو. بیلز یو وخت د خپلو رواني ستونزو له پاره درمل هم ترلاسه کول خو د هغه په خبره کله چې درملو ګټه و نه کړه نو هغه یې خوړل ودرول.

د پیښې قربانیان

تر دې مخکې د کندهار د پېښې یو شمیر ژوندي پاتې شویو قربانیانو او د هغوی د کورنیو غړو هم په محکمه د بیلز پر ضد شاهدي ورکړې وه. حاجي محمد وزیري چې د کندهار د عام وژنې په پېښه کې یې د خپلې کورنۍ یوولس تنه غړي له لاسه ورکړي دي د محکمې پر وړاندې ویلي وو: «کله چې انسان خپل یو ماشوم له لاسه ورکړي نو څومره درد لري. ما د یوولسو کسانو د مړینې درد ځغملی دی. تاسو فکر وکړئ چې پر ما باندې به څه تیر شوې وي. کله چې کور ته راغلم یوولس مړي راته پراته ول. زه به هیڅ کله هم هغوی هیر نه کړم.»

تر دې مخکې پوځي قاضیانو ویلي وو چې بیلز باید لږ تر لږه شل کاله زندان تیر کړي ترڅو د «تعلیقي بند» له پاره عریضه ورکړای شي. خو په دې اړه چې ایا بیلز به د «تعلیقي بند» د غوښتنې اجازه ترلاسه کړي او که نه وروسته پریکړه کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب