1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راجيو گاندهي د شلو کالو مړېنې وروسته لا هم يو محبوبه شخصيت

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

راجيو گاندهي چي د بريتانيې په بهترينه پوهنتونونو کي يې لوړي زدکړي کړي وې د هوايي پلوټ په توگه يې کسبي ژوند پېل کړی. د خپل ورور سنجې د مړيني وروسته هغه د خپلې کورنۍ د ناليکلي اصولو څخه مجبورا و سياست ته راغلی.

https://p.dw.com/p/11KuY
راجيو گاندهي په کوڅه کی د خلکو سره
راجيو گاندهي په کوڅه کی د خلکو سرهانځور: AP


کله چي په 1984م مېلادي کال د راجيوگاندهي پر مور اندرا گاندهي وژونکی بريد وسو نو راجيو گاندهي د کانگرېس گوند د مشر کېدو وروسته و دغه گوند ته داسي داسي بري ور په برخه کړه چي صرف د 40 کلنۍ به عمر هغه د هندوستان لومړی وزير سو. راجيو گاندهي د هندوستان د تاريخ تر ټولو ځوان او تر ټولو محبوبه لومړی وزير بلل کيږي.

د راجيو گاندهي په هکله ويل کيږي چي هغه يو داسي سياستوال ؤ چي تر خپل وخت څخه ډېر مخکي ؤ. گاندهي د يو شمېر مفکورو څښتن ؤ. هغه د پاکستان سره د جوړ جاړي لپاره ډېر پرمختگونه وکړل. د نوموړي اقتصادي اصلاحات او په نوې کمپيوټري ټېکنالوژۍ کي پانگونه د دې سبب سوه چي په يويشتمه سليزه کي هندوستان د نړۍ په قوي اقتصادونو کي شمېرل کيږي. د هندوستان ټايمز نوي ورځپاڼي رئيس اېډيټر پنکج ؤهرا د 1977 م مېلادي کال څخه د راجيو گاندهي سره اشنا ؤ. ؤهرا وايي:

« هغه يو خاکساره سړی ؤ. هغه د نورو په ډول تر هډوکو پوري سياستوال نه ؤ. کله چي هغه لومړی وزير سو نو عمر يې صرف 40 کاله ؤ. د نوموړي په لومړي وزير کېدو سره د نړۍ په تر ټولو لويه ډيموکراسۍ کي واک د يوه نسل څخه بل نسل ته ورغلی. راجيو گاندهي پداسي لوی اکثريت سره وټاکل سو چي ساری يې په نړۍ کي نه موندل کيږي. هغه د تېري سليزي د پياوړي سياستوالي اندرا گاندهي زوی او د جواهر لال نهرو لمسی ؤ چي دغه کورني شاليد هغه ته بېل مقام ورپه برخه کوی.»

راجيو گاندهي د خپلې کورنۍ سره
راجيو گاندهي د خپلې کورنۍ سرهانځور: AP

راجيو گاندهي چي په 1944م مېلادي کال په ممبۍ کي ږېږېدلی ؤ په سياست د پېل راهيسي د ماډرنه هند سمبول او د گڼو هيلو منبع ؤ. په زياته بيا د نوي نسل لپاره هغه يوه ښه بېلگه او د الهام وجه ؤ. په 1968 م مېلادي کال هغه د سونيا ماينو نومې اېټالوۍ سره واده وکړۍ چي په کېمبريج کي يې د لوړو زدکړو پر وخت پېژندلې وه. د هند په هغه ټولنه کي چي پکښي د ذات پات اهميت ډېر زيات ؤ د يوې اېټالوۍ سره چي هغه هم عيسوۍ وه د راجيو واده يوه د هېښتيا او ستره نوې خبره وه.

د راجيو د گوند او د هغه د خپل هغه سياست په بدل کي چي په هند کي د خپل پالنې او اداري فساد په وړاندي يې پلي کاوه خلکو د ته د مسټر کلين ياني د پاک ښاغلي نوم ورکړی ؤ.

خو د ټولو سياسي برياؤ برسېره راجيو گاندهي يو څو کمزورۍ هم درلودې. کله چي په 1989م مېلادي کال هغه د دويم ځل لپاره لومړی وزير سو نو د کانگرېس گوند د غړو په هکله د رشوت اخيستلو آوازې خپرې سوې. يو شمېر کسانو داسي تور لگوی چي راجيو گاندهي نه دا چي پدې خبر ؤ چي د وسلو جوړونې سوېډني شرکت بوفورس و کانگرېس غړو ته رشوت ورکړی بلکه داسي آوازې هم وې چي دی پخپله پدې کي ښکېل ؤ. د دې تر څنگ راجيو گاندهي ونه کړای سوای چي خپلي هغه ژمني پوره کړي چي په کليو کي به د غربت کچه راټيټه کړي. له همدې وجې هغه ټاکنې بايلولې. پنکج ؤهرا پدې هکله وايي:

«راجيو گاندهي په اصل کي يو کورنی سړی ؤ. د هغه صداقت او په سياست کي د هغه کمه تجربه د هغه لوی کمزورۍ وې. هغه پدې نه پوهېدی چي څوک يې اصلي ملگري ول او چا صرف دی استعمالوی.»

د بريد څو شېبي وړاندي انځور
د بريد څو شېبي وړاندي انځورانځور: picture-alliance/dpa

د 1991م مېلادي کال د می په 21 مه نېټه راجيو گاندهي د انتخاباتي کمپاين په ترځ کي د هند و ايالت تامل ناډو ته تللی ؤ چي هلته پر ده يو ځانمرگی بريد وسو. د سري لنکا د تامل پړانگانو يوې غړې مېرمني د کامپاين پر وخت ځان د گاندهي مخي ته وچاودوئ. راجيو گاندهي په 1987 م مېلادي کال و سري لنکا ته يو لک هندي عسکر لېږلي ول تر څو هلته و کورنۍ جگړې ته د پای ټکی کښيږدي. خو تامل پړانگانو ادعا کوله چي دغه هندي عسکرو تر 20 زرو څخه زيات تامليان وويل.

راجيو گاندهي يو وخت دا هيله څرگنده کړې وه چي د نوموړي د مرگ وروسته بايد هغه د هغه چا په توگه په ياد وساتل سي چي د ترقي پذير هيواد هند څخه يې سوپر پاور هندوستان جوړ کړی. بې له شکه چي د عصري هندي اقتصادي پرمختگ بنسټ راجيو گاندهي ايښی ؤ چي له همدې کبله د هغه د مرگ څخه شل کاله وروسته لا هم هغه په خلکو کي زيات محبوبيت لري او نه دی هېر سوی.

ايسلبورن پرييا / احمدولي اڅکزی
کتونکی: احمدولي اڅکزی