1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راحيل شريف کابل ته سفر وکړ

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

د پاکستان د پوځ د لوی درستيز جنرال راحېل شريف د يکشنبې په ورځ د يو پلاوي سره کابل ته ورسېد. هغه په پام کي لري چي د افغانستان د پوځي مشرتابه تر څنګ د سياسي مشرتابه سره هم ملاقات وکړي.

https://p.dw.com/p/1HUGJ
انځور: picture-alliance/dpa

و کابل ته د جنرال راحېل شريف د سفر خبر دوې ورځي تر مخه د پاکستاني پوځ د وياند ډګرجنرال عاصم بجوه له خوا ورکول سوی ؤ. نوموړي د ټويټر پر پاڼه په پيغام کي ليکلي ول چي « د پاکستان د پوځ لوی درستيز به د يکشنبې په ورځ و کابل ته سفر وکړي.» په دغه پيغام کي زياته سوې وه چي راحېل شريف به د افغانستان د ملي اردو د مشرانو او په همدې راز د افغانستان د سياسي مشرتابه سره وويني.

د فرانس پريس خبري آژانس له اسلام څخه راپور ورکړی دی چي افغانستان د طالبانو سره د خبرو اترو د بېرته پېلېدو په ترڅ کي د پاکستان رول ډېر مهم ارزوي. دا په داسي حال کي چي د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ خبري اتري د خنډونو او تأخير سره مخامخ دي. خو پاکستان او افغانستان په تيرو ورځو کي پر دې ټينګار کړی دی چي په دې ترڅ کي همکاري ته چمتو دي.

جنرال راحېل شريف په پېښور کي پر ښوونځي د وسله بريد وروسته کابل ته سفر کړی ؤ
جنرال راحېل شريف په پېښور کي پر ښوونځي د وسله بريد وروسته کابل ته سفر کړی ؤانځور: ARG

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په روانه دسامبر مياشته کي و پاکستان ته تللی ؤ چيري چي هغه د په يو داسي نړۍ وال کانفرانس کي ګډون وکړ، چي پکښي د نورو هيوادونو راغلو استازو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پلوي کوله.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني و دغه کانفرانس ته ويناؤ اورولو پر وخت دا هوډ څرګند کړی ؤ چي د طالبانو سره د خبرو اترو له پاره خپل کوښښونه جاري وساتي. د يادولو وړ ده چي چين او امريکا هم د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د خبرو اترو پلوي کوي.

په پاکستان کي د سياسي چارو کارپوه امتيازګل و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي: «و کابل ته د جنرال راحېل شريف سفر د هغو هڅو د زنځيز يوه کړې ده، چي په اسلام آباد کي د آسيا زړه کانفرانس په ترڅ کي پاکستان او افغانستان ورته ځان ژمن اعلان کړی ؤ.»

امتياز ګل زياته کړې ده چي راحېل شريف به په کابل کي د افغان مشرانو سره د ليدنې پر وخت د حقاني ډلې پر ضد د عملياتو پر موضوع هم خبري وکړي.

د روان کال په اکتوبر مياشت کي د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د امريکايي ولسمشر باراک اوباما سره د خبرو پر وخت پر دې ټينګار کړی ؤ چي د ټولو هغو ډلو پر ضد بايد اقدامات وسي چي د سولي د خبرو اترو د ناکامه کولو هڅي کوي.