1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راحيل شریف: خبري د سولي یوازنۍ لار ده

۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د پاکستان د پوځ مشر ویلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رواني خبري په سیمه کې د سولي راتلو یوازنۍ لار ده. د ملا عمر د مړینې خبر تر تائیدیدو وروسته د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1GABH
انځور: ARG

د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان وڼډه او همکاري ډیره اړینه بلل کیږي. د همدې هیواد په کوربتوب د جولای میاشتي پر اتمه نېټه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړۍ رسمي مخامخ خبري وشوې.

د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د دغه هیواد د پوځ مشر راحیل شریف، د لوړپوړو چارواکو په یوه غوڼډ ه کې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د امنیتي وضعیت او همداراز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه خبري کړي دي.

په بیانه کې راغلي دي: «د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روانو خبرو اترو په اړه د پوځ مشر وویل چې دا د دوامداري سولي له پاره یوازنۍ معتبره لار ده.»

په داسې حال کې چې کابل غواړي د سولي خبري اتري تعقیب کړي، د دغه بهیر په اړه د طالبانو غبرګون د هغوی د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر تائیدو وروسته مبهم شوی دی.

د ملا عمر د مړیني تر تائید وروسته، ملا اختر محمد منصور د دغي ډلې د مشر په توګه وټاکل شو خو د ملا عمر د کورنۍ د غړو په شمول ډېر طالبان د دغي ټاکني مخالفت کوي.

د سه شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر سید طیب اغا هم له خپلي دندې استعفا وکړه او د منصور پر ټاکني یې سختې نیوکې وکړې.

د ملا عمر د مړیني خبر د سولي پر روان بهیر هم اغېزه کړې ده. دغي ډلي ویلي دي چې له دغه شان کوم بهیر څخه خبر نه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب