1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن د ارپايانو څخه په افغانستان کي د لا ډير فعاليت غوښتنه کوي

۱۳۸۸ مهر ۱۶, پنجشنبه

دشمالي اطلس ددفاعي تړون ناټو عمومي منشي راسموسن څرګنده کړي، چي د ارقامو د خپرولو لپاره لاوختي دی.خو سره له هغه هم څرګنده وي چي ناټو په افغانستان کي دفعاليتونو دپراخيدو تقاضا کوي...

https://p.dw.com/p/K1q8
د ناټو عمومي منشي راسموسن
د ناټو عمومي منشي راسموسنانځور: AP

راسموسن څرګنده کړې ده، چي موږ بايد اوس زيادتره کار وکړو تر څو په راتلونکي کي لږ کار ته اړتيا ولرو. داکوم تصادف ندی چي دده غوښتنه اوس شوې ده،ځکه چي په افغانستان کي دناټو د فعاليتونو ملاتړ يوڅه په ريږديدو راغلي.

په اروپاکي ددي ګمارني دپای ته رسولوپه هکله ږغونه تل دلاجګيدو په حال کي دي، او د امريکا په متحده ايالتونوکي د افغانستان په هکله د رښتيانۍ تګ لاري او ستراتيژۍ په هکله بحثونه تاوده شوي دي. بحثونه پر دې باندي دي چي نور زيادتره پوځ افغانستان ته واستول شي اوکه داچي د تروريزم پر ضد هدفمن بريدونه وشي.

د ناټوعمومي منشي پدې هکله ښکاره دريز غوره کړی دی.دی وايي:«په افغانستان کي دپوځونو دشمېرپه کمولوباندي بايدهيڅ بحث ونشي.»

د امريکا په متحده ايالتونوکي دپوځ دکمولو پلوي د اوباما د مرستيال جو بايدن لخوا کيږي. دی وايي ددې پر ځای، چي دپاڅون کونکو پر ضد پراخه جګړه وشي بايد دوی د القاعدې پر ضدمبارزې باندي ځان متمرکز کاندي. دغسي جګړه اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمه کي کيږي.

دهغه په خلاف په افغانستان کي د ناټو ستر قوماندان امريکايي جنرال ستنلي مک کريسټال غواړي چي دپوځ شمېر ډير زيات کړل شي او د طالبانوپر ضد جګړې ته په مصمم ډول دوام ورکړل شي. د ناټوعمومي منشي راسموسن څرګنده کړې ده چي:

«زه اصولا دهغه نظر پلوي کوم چي جنرال کريسټال يي څرګندوي.»

راسموسن په عيني وخت کي زيادتره له اروپايانو څخه غوښتنه وکړه چي په افغانستان کي خپل فعاليت ډير کړي او امريکايان بايدهڅه وکړي چي داتړون په سختو وختونو کي سره يو موټي وي.راسموسن زياته کړې ده چي:«بايد په راتلونکي کي هم د امريکا دمحده ايالتونو د ونډي او د اروپايانو د کړو ترمنځ انډول وي.ځکه چي په ناټو کي بايد يوازي له امتيازاتو څخه دګټي داخيستوموضوع نه، بلکي لګښتونه اوضررونه هم سره وويشل شي.»

دا کوم تصادف ندی چي داغوښتنه اوس شوې ده،ځکه ناټو لدي نه ډاريږي چي کيدای شي جمهوررييس اوباما په افغانستان کي دخپل پوځ دشمېر له ډيرولو څخه صرف نظروکړي.د امريکا د متحده ايالتونو ددفاع وزير رابرت ګېټس په همدې تيرو ور ځو کي په ناټوکي د امريکا دمتحده ايالتونو پر ملګرو باندي نيوکه کړې اوله هغو څخه يي د ډير ملاتړ غوښتنه کړې د ه.

«داسي ښکاري چي طالبان اوس برلاسي لري، ددې لپاره چي موږ او زموږ ملګري ددې توان نلرو چي په بسيا کونکي اندازه عسکر افغانستان ته واستوو.» داچي اوباما به افغانستان ته نور عسکر واستوي اوکنه داپريکړه په راتلونکو ورځو کي کيږي. اوناټو ډيره زياته هيله لري چي اروپايان هم داکار وکوي.

Götschenberg, Michael/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل