1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: روسيه دي افغاني پيلوټان و روزي

۱۳۸۹ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن وايي چي د امريکا متحده ايالات او روسيه کولای سي پر دې سره سلا سي چي روسي استادان افغاني پيلوټان و روزي.

https://p.dw.com/p/PIt4
دا منطقي ده چي روسي استادان افغان پېلوټان و روزي
دا منطقي ده چي روسي استادان افغان پېلوټان و روزيانځور: AP

راسموسن د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي « دا منطقي ده چي روسي استادان افغان پېلوټان و روزي. څه وخت د مخه روسيې په دې اړه خپل وړانديز کړی و موږ په څانگړې توگه امریکا اوس پر دې باندی غور کوي.»

د ناټو د مشر په خبره « دا کيدای سي د دوو اړخيزو خبرو اترو يعني روسيې او امريکا تر منځ يو موضوع وگرځي. خو په اوس وخت کي شکل ډير مهم نه دی مهمه دا ده چي موږ اوس د افغانستان امنيتي ځواک ښه تقويه کو.»

هغه وويل« تر هرڅه مهمه داده چي موږ کولای سو چي افغان ملي اردو نه يوازي د مخدره موادو په له منځه وړلو کي وروزو بلکي بايد هغه پيلوټان داسي وروزو چي په هره برخه کي اقدام وکولای سي.»

راسموسن ويلي دي چي افغان پوليس هم بايد پيلوټان ولري او دا روزنه کيدای سي چي په افغانستان نه، بلکه روسيه کي وسي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز وويل چي «د تير کال د ډسمبر په مياشت کي روسيې د افغان ملي اردو په اختيار کي روسۍ څرخي الوتکي ورکړې. منطقي به يې چي روسيه د هغو د پاره اضافي پرزې هم په اختيار کي ورکړي.»

هغه د روسيې د هغه مرستو څخه مننه چي د افغانستان سره يې کړي او کوي يې، په څانگړې توگه د تررانزيت په برخه کي.

ددې پوښتنه په ځواب کي چي ناټو څه وخت کولای سي چي د افغانستان څخه ووځي. راسموسن وويل چي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت سپارلو لړۍ په راتلونکي کال کي پلان سوې ده. «خو زه نه سم ويلای چي کله به هغه پای ته ورسيږي.» دا په سيمه کي په امنيتي حالت پوره اړه لري.

د هغه په خبره لازيمه ده چي موږ پدې باندي ډاډه اوسي چي افغان امنيتي ځواکونه څه وخت کولای سي چي مسؤليت په خپله غاړه واخلي. ددې دپاره چي پروسه د راتلونکي کال د جولای په مياشت کي پيلېږي زه به دا خبر د ناټو د مشرانو په ستره غونډه کي د نومبر په مياشت کي وکړم.

« په لومړی سر کي به موږ په مختلفو ځايونو کي افغان ځواکونو ته د مسؤليت د لېږدلو پروسه پيل کړو او کرار کرار به يې پراخه وو.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم