1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن په افغانستان کې د شفافه ټاکنو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن، له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د آزادو، منصفانه او شفافه ټاکنو د په لاره اچولو هڅه وکړي. په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

https://p.dw.com/p/16ThJ

راسموسن د جمعې په ورځ د رویترز له خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «زه فکر کوم چې د دې په خاطر چې د خلکو او دولت تر منځ د باور فضا رامنځ ته شي باید آزاده، منصفانه او شفافه ټاکنې وشي.»

راسموسن په داسې حال کې دا خبرې کوي چې تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر کرزي د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون څخه د بهرنیو غړو د وتلو غوښتنه وکړه.

راسموسن دغه خبرې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په مزارشریف ښار کې وکړې. هغه افغانستان ته د خپل دوه ورځیني سفر په پای کې د ۳۵ هغو هیوادونو استازو سره هم ولیدل چې په دې هیواد کې سرتیري لري.

راسموسن تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې په سوله ییز ډول د واک لیږدول ښايي په دې هیواد کې د دموکراسي د پرمختگ نښانه وي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ټاکنو څرنګوالی ډیر اهمیت لري. اوس ناټو په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر څارنه کوي. په پام کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. تر دې نیټې وروسته به ناټو یوازې د افغان ځواکونو په روزنه بوخته وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کړکیچ نړیوال سازمان ویلي وو چې که په افغانستان کې ټاکنې شفافه نه وي نو کیدای شي چې له دې هیواد څخه د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته د هغه حکومت سقوط وکړي.

پخپله ولسمشر کرزي څو وارې ویلي دي چې هغه به ځان په ټاکنو کې و نه نوموي ځکه له قانوني لحاظه د دې کار اجازه نه لري خو د هغه سیاسي مخالفین اندیښنه لري چې نه شي کرزی خپل کوم متحد او یا خپلوان د افغانستان ولسمشرۍ ته و نوموي.

مسعود جهش/ رویترز
کتونکی: سید ریاض