1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد او نبي بیا خپل کپتان له لاسه ورکړ

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

د هندوستان په کورني لیګ «ای پي ایل» کې د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې کپتان استرالیایي دیوید وارنر له خپلې دندې ګوښه شوی. محمد نبي او راشد آرمان هم په دې لوبډله کې لوبیږي. ایا دا موضوع به د افغان لوبغاړو پر لوبه اغیزه ولري؟

https://p.dw.com/p/2v8En
Afghanistan Rashid Khan Cricketer
انځور: Getty Images/AFP

تر هغه وروسته چې جوته شوه چې د استرالیا د ملي لوبډلې کپتان ستیو سمیت، مرستیال کپتان دیوید وارنر او توپ اچوونکي کمرون بنکروف، په سویلي افریقا کې د یوې تیست لوبې پر مهال د ریګمال په مرسته د توپ د یوه اړخ د خرابولو هڅه کړې، د استرالیا د کریکټ د ادارې له خوا پر دغو درو واړو لوبغاړو باندې بندیز ولګول شو.

دیوید وارنر او ستیو سمیت د یوه کال، او کمرون بنکروف د نهو میاشتو له پاره په نړیوالو او کورنیو لوبو کې د ګډون اجازه نه لري. خو دغو لوبغاړو ته سپارښتنه شوې چې په دې موده کې د کلب په کچه خپلو لوبو ته دوام ورکړي چې له کریکټ سره یې اړیکه له منځه ولاړه نه شي.

په سویلي افریقا کې د تیست لوبې پر مهال تلویزیوني کمرو د کمرون بنکروف، داسې انځورونه ثبت کړي وو چې هغه په کې په یوه ژیړ رنګي شي باندې د توپ د یوه اړخ د خرابولو هڅه کوي. له دې کار سره هغه غوښتل چې توپ ژر زوړ شي او د توپ اچولو پر مهال ډیر تاو شي. لږ وروسته بیا روښانه شوه چې د توپ اچوونکي پر دې کار د لوبډلې کپتان او مرستیال هم له مخکې خبر وو.

د دغو لوبغاړو پر دې کار باندې په استرالیا او نړیواله کچه سختې نیوکې شوې دي او د استرالیا د کریکټ ادارې سمدستي درې واړه لوبغاړي خپل هیواد ته وروغوښتل او پرې بندیزونه یي ولګول.

د سن رایزر حیدر آباد لوبډلې هم چې دیوید وارنر یې تر دې مخکې د کپتان په توګه ټاکل وو، پر خپل فیسبوک پاڼه باندې ولیکل چې وارنر له کپتانۍ ګوښه شوی. د دې لوبډلې پر پاڼه په خپور شوي لنډ پیغام کې راغلي دي: «د وروستیو پیښو په رڼا کې، دیوید وارنر د کپتان په توګه له خپلې دندې ګوښه شوی. د لوبډلې نوی کپتان به ژر اعلان شي.»

افغان توپ اچوونکی راشد آرمان او الروندر محمد نبي، هم په همدې لوبډله کې لوبیږي او له دې سره دواړو خپل کپتان له لاسه ورکړی دی. وارنر د ای پي ایل، په تیرو لوبو کې هم د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې مشري کوله.

تر دې مخکې نړیوال جام ته د غوراوي په لوبو کې هم راشد او نبي خپل کپتان اصغر ستانکزی، د څو لوبو له پاره ځکه له لاسه ورکړ چې هغه د اپندیسد عملیات کړی وو. که څه هم افغانستان د دې لوبو اتل شو، خو خپلې لومړۍ درې واړه لوبې یې بایلودي چې د کریکټ د کارپوهانو او پخپله افغان لوبغاړو په خبره یې لامل د کپتان نه شتون وو.

دا چې د نبي او راشد په لوبه کې به د وارنر له نه شتون سره هم بدلون راشي او که نه، ښايي د ای پي ایل د لوبو له پیلیدو سره روښانه شي.