1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان به د نړۍ په غوره لوبډله کې ولوبیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبه

د د می مياشتي پر ۳۱ نیټه به د کریکټ د شل اوریزو لوبو اتله لوبډله ویسټ انډیز د راشد خان په ګډون د نړۍ له غورو لوبغاړو جوړي لوبډلې سره خپل بخت و آزمويي.

https://p.dw.com/p/2wVAa
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

د شل اوریزو لوبو د لوبغاړو په درجه بندۍ کې د لومړي مقام او د یوه ورځنیو لوبو د غوره توپ اچونکو په ډله کې دوهم مقام درلودونکی راشد خان به د کریکټ د نړۍ له نورو سترو لوبغاړو سره یو ځای د ویسټ انډیز پر وړاندي د لوبې ډګر ته راووځي.

له ویسټ انډیز سره د نړۍ د غوره لوبغاړو د لوبې هدف په کربین سیمه کې د تیر کال سمندري توپان پرمهال زیانمنو کسانو سره مرسته کول یاد شوي دي.

د یو ورځنیو لوبو د آلرونډر په برخه کې د لومړي او په شل اوریزو کې بیا د دریم مقام څښتن بنګله دیشي شکیب الحسن او د چپ لاسي اوپنر تمیم اقبال ګډون هم له راشد خان سره په دې لوبډله کې تائید شوي دي.

د کریکټ له وتلو دغو دریو څیرو سره یوځای د پاکستان شاهد خان افریدی، شعیب ملک او د سریلانکا تکړه لوبغاړی تیسارا پریرا هم په دې لوبډله کې شامل کړل شوي دي.

د لوبې په هکله د لوبغاړو خوښي

تمه کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د نړۍ په «غوره یولس لوبغاړي» کې ځینې نور ستر نومونه هم ورزیات کړل شي. د دې لوبډلې مشري د انګستان د شل اوریزو لوبو کپتان ایون مورګن په غاړه ولري.

د دې لوبې په هکله راشد وايي چې دا زما او زما هیواد ته د ډیر ویاړ او فخر ځای دی چې زه په دې لوبډله کې برخه لرم. زه فکر کوم چې دا به سمه خبره وي چې په ۷۰، ۸۰ او ۹۰مو کلونو کې د ویسټ انډیز لوبډلې له ځینو تاریخي کارنامو څخه د نن او د تیر نسل زیاتره لوبغاړو الهام اخیستی. د راشد خان په وینا، که نن ورځ ویسټ انډیز له موږ څخه د مرستې په تمه دی، نو بیا باید په دې برخه کې د یوې شیبې زړه نا زړه توب هم وجود ونه لري.

د کرکیټ نړیوالې شورا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راشد خان همدا راز ویلي دي چې زه خپل ټول مینه وال هڅوم چې زموږ او د لوبې له تنظیمونکو سره لاسونه یو کړي تر څو د می میاشتي پر ۳۱ نیټه دغه لوبه د بریا هسکو درجو ته ورسوو.

په دې لوبډله کې د شمولیت په هکله د بنګله دیش تکړه لوبغاړي تمیم اقبال هم خپله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خوښ دی چې د کرکيټ د نړیوالي شورا له خوا د غوره ۱۱ لوبغاړو په ډله کې ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ویسټ انډیز د لوبډلي مشري به کارلوس براتوایت وکړي. په دې لوبډله کې هم د کریس ګیل، مارلون سامیول، سامیول بدري او اندري راسل په څیر د کریکټ تکړه څیرې شاملې دي.