1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان د نړۍ غوره آلراونډر ټاکل شوی

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

تر آسیا کپ سیالیو وروسته د کریکټ د یو ورځنیو سیالیو رینکنګ یا د لوبغاړو درجه بندي خپره شوه. په دې درجه بندۍ کې راشد خان د آلراونډرانو په کټګوري کې لومړی مقام خپل کړی دی.

https://p.dw.com/p/35iwX
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

په متحده عرب اماراتو کې تر آسیا جام سیالیو کې د کریکټ په درجه بندیو کې تازه تغیرات راغلي دي. د هندوستان د سر دوه توپ وهونکي یا اوپنران هر یو روهت شرما د ۳۱۷ منډو او دوه نیمو سلیزو پرمټ د نړۍ د دوهم غوره توپ وهونکي یا بیټسمین ځای نیولی دی.

د نړۍ تر ټولو غوره توپ وهونکی لا هم ویرات کوهلي په خپل ځای پاتې دی او په لومړي مقام کې دی. د هندوستان بل اوپنر بیسټسمین شیکر دهاون هم په نوې درجه بندۍ کې د نړۍ پنځم غوره توپ وهونکی دی.

د افغانستان راشد خان په آسیا کپ سیالیو کې تر ټولو د ډیرو ویکټو په ترلاسه کولو او د ښه فیلډنګ او توپوهنې پرمټ د نړۍ لومړی غوره آلرونډر مقام خپل کړی دی. د نړۍ دوهم غوره آلرونډر بیا د بنګله دیش شکیب الحسن دی. په یو ورځنیو سیالیو کې غوره توپ اچونکی جسپریت بومرا دی او دوهم ځای بیا راشد خان خپل کړی دی.