1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان په هندي کرکټ ليګ کي ونه ساتل شو

۱۳۹۶ دی ۱۶, شنبه

د هند د پریمیر لیګ سیالیو له پاره د لوبغاړو د ساتلو په پروګرام کې چې د جنورۍ په ۴مه نېټه ترسره شو، د سن رایزر لوبډلې راشد خان نه دی ساتلی. هره لوبډله حق لري چې یو شمیر لوبغاړي پرته له بولۍ څخه په خپله لوبډله کې وساتي.

https://p.dw.com/p/2qQLS
Rashid Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Brady/PA

د ۲۰۱۸ کال د آي پي ایل سیالیو له پاره هر ځل دوه غونډې جوړیږي. په یوه غونډه کې د هر لوبډلې له لوري پخواني لوبډلې پرته له دې چې بولۍ ته وړاندې شي، د پخوا په څیر ساتل کیږي. تر دې وروسته، بیا د لوبډلو د پوره کولو له پاره هره لوبډله د بولۍ په پروګرام کې برخه اخلي او خپل د خوښې لوبغاړي رانیسي.

د آی پي ایل په تیرو سیالیو کې راشد خان د سن رایزر حیدر آباد لوبډلې په ګټه لوبه وکړه چې د کتونکو په وينا خورا زیات وځلید. په هندوستان، نوره نړۍ او افغانستان کې د هغه مینه والو تمه درلوده چې راشد خان پرته له دې چې بولۍ ته وړاندې شي، د یادې لوبډلې له لوري به وساتل شي.

د جنورۍ په ۴مه نېټه د سن رایزر حیدر آباد لوبډلې بیا د بهرنیو لوبغاړو له ډلې څخه د یادې ډلې کپتان، ډیویډ وارنر او په داخلي لوبغاړو کې یې بیا بهونیشور کومار ساتلي دي. یادې لوبډلې په دې کار سره راشد خان او شیکر دهاون قرباني کړل.

داسې انګیرني هم شته چې سن رایزر حیدر آباد یوازې یو بهرنۍ لوبغاړی ساتلی دی، نو دوی لا هم د دې امکان لري چې یو بل بهرنۍ لوبغاړی هم په خپله لوبډله کې وساتي. له دې سره دا هیلې هم ژوندۍ کیږي چې راشد خان به دوهم بهرنی لوبغاړی وي چې د یادې لوبډلې له لوري پرته له دې چې بولۍ ته وړاندې شي، یو ځل بیا واخیستل شي.

د آی پي ایل د قوانینو په رڼا کې هره لوبډله کولی شي چې د ترکیب ډول په پام کې نیولو سره تر پنځو لوبغاړو پورې وساتي او بولۍ ته یې وړاندې نه کړي.

IPL 2018 Logo
راشد خان اوسمهال د آسترالیا په تجارتي سیالیو یا بیګ باش کې په لوبو بوخت دی

د شاهد آفریدي مسلکي ژوند ته لنډه کتنه، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: