1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان سن رایزرز لوبډله بریا ته ورسوله

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د ۲۰۱۸م کال د هندوستان پریمیر لیګ په سیالیو کې دا لومړی ځل وو چې راشد خان او محمد نبي دواړه په لوبډله کې ځای پیدا کوي او د ممبيي انډین پر خلاف میدان ته را ووتل. راشد د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

https://p.dw.com/p/2wbJj
Cricket Rashid Khan
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/J. Brady

د لوبې پچه یا ټاس ممبيي انډین وګټو او سن رایزرز لوبډلې ته یې د توپ وهنې وړاندیز وکړ. سن رایزرز لوبډلې لوبه په ښه بڼه پیل نه کړه، داسې چې په ۸ اورونو کې یې د ۸۵ منډو په ترسره کولو خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي ول.

محمد نبي ته چې د دې لوبو په لړۍ کې په اول وار ونډه ورکړل شوې وه، د تمې خلاف ښه پیل وکړ خو د ممبيي انډین د غوره توپ اچونکو پر وړاندي نوموړی هم ډیر پر میدان پاته نه شو. محمد نبي په لسو توپونو د دوو څلوریزو په وهلو سره ۱۴ منډې وکړې. تر نبي وروسته، راشد خان د لوبې میدان ته کوز شو، خو هغه هم د سن رایزرز لوبډلې د نورو لوبغاړو په څیر په میدان کې ډیر دوام و نه کړ او په ۹ توپونو یې شپږ منډې وکړې او وسوځید.

د سن رایزرز لوبډلې نور لوبغاړي هم یو په بل پسې سوځیدل او په دې توګه یې ټول لوبغاړي په ۱۸ اورونو او ۴ بالونو له لاسه ورکړل او د هندوستان په پریمیر لیګ سیالیو کې یې دا تر ټولو دوهمې کمې منډې وې.

راشد د ممبي انډین ملا ماته کړه

د ممبيي انډین د توپ وهنې برخه هم د تمې خلاف کمزورې وه او خپل لوبغاړي یې یو په بل پسې له لاسه ورکول  داسې چې د ممبيي انډین ټوله لوبډله د ۸۷ منډو په ترسره کولو وسوځیده او د سن رایزرز لوبډلې د غوره توپ اچونې پر وړاندې پر ګونډو شوه.

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول او د لوبې په ورستیو کې یې په غوره توپ اچونې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله. راشد خان د پانډیا او پولارډ مهمې ویکټې ترلاسه کړې.

نبي هم په دې لوبه کې توپ اچونه وکړه او په درې اورونو کې یې د ۲۳ منډو په ورکولو سره د ایشان کیشان مهمه ویکټ ترلاسه کړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی د خپلې ښې توپ اچونې له کبله راشد خان وټاکل شو.