1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راشد خان په افغانستان کې د یونیسف د ښه نیت سفیر شو

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یا یونیسف د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې راشد خان یې د افغانستان له پاره د ښه نیت ملي سفیر ټاکلی دی. راشد خان اوس په کریکټ کې د نړۍ د تر ټولو مشهورو لوبغاړو په ډله کې دی.

https://p.dw.com/p/3FLBb
Cricket 2017 Hero CPL Rashid Khan
انځور: Getty Images/CPL T20/R. Brooks

یونیسف د سه شنبې په ورځ د افغانستان له پاره پر خپله پاڼه لیکلي دي: «په داسې حال کې چې نړۍ سږ کال د ماشومانو د حقونو د کانونسیون ۳۰ کليزه لمانځي، موږ خوښحاله یوو چې نن راشد خان د افغانستان له پاره د یونیسف د ملي سفیر په توګه معرفي کوو.»

د دې ادارې له خوا په یوه خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: « شل کلن راشد خان به د يونيسف ادارې سره د نجونو تعليم د ودې، خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په لمنځه وړلو او د واکسين ساحې په پراخولو کې مرسته وکړي.»

له دې سره به نو راشد خان، اوس د کریکټ تر څنګ په افغانستان کې د یونیسف د پروګرامونو ملاتړ هم وکړي. په بیانیه کې د راشد خان په حواله راغلي دي: «ما تل غوښتل چې د روغتيا، زده کړې او تغذيې په مسايلو کې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې برخه ولرم او يونيسف راته دا ښه زمينه مساعده کړه، زه دې کار ته لېواله يم او هيله لرم چې د ښې راتلونکې له پاره يو بدلون راولوو.»

راشد خان په ډیر کم وخت کې د خپلې توپ اچوونې له کبله د سپورټ په برخه کې په نړۍ کې په یوې پیژندل شوې څیرې باندې بدل شوی دی.

هغه څه نا څه د نړۍ په ټولو شل اورویزو لیګونو کې لوبې کړې دي او د کریکټ د نړیوالي شورا په درجه بندي کې د شل اوریزو، یو ورځنیو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی. راشد خان همداراز په ۲۰۱۸م کال کې د اسیا په جام کې تر ښې لوبې وروسته د نړۍ تر ټولو غوره «الروندر» شو.

ms/nz