1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راهول گاندهي، د کانگرس گوند د مرستیال مشر په توگه ټاکل شوی

۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17Nih

د ګاندهي د کورنۍ يو بل غړی کېدای شي د هند راتلونکی لومړی وزیر شي. ۴۲ کلن راهول ګاندهي د هند په کانګرس ګوند کې مرستيال مشر وټاکل شو. دغه خبر هندي رسنيو د يکشنبې په ورځ ورکړی دی. د ۲۰۱۴ کال د پسرلي په ټاکنو کې به ګاندهي د هندو ملتپال «پي جی پي» ګوند د کانديد، نارندره مودي، په وړاندې دريږي. دغه خبر «سنډای ټايمز» ورځپاڼې ورکړی دی. د راهول ګاندهي پلار، د ده نيا او غور نيکه ټول د هند لومړي وزيران پاته شوي ول. د ده مور سونيا ګاندهي د کانګرس ګوند مشره ده او په هند کې تر ټولو قدرتمنه سياستواله بلل کيږي.