1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رايس د روسيې پر سياست باندي سختي نيوکي کړي

۱۳۸۷ شهریور ۲۹, جمعه

د روسيې کورنی سیاست ورځ تربلي د واکمنۍ او بهرنی سياست يې د تيري او زور ښودلو خواته تمايل ښه يې.

https://p.dw.com/p/FLDZ
د امريکې متحده ايالتونو د هرنيو چارو وزيرې کوندوليزا رايس
د امريکې متحده ايالتونو د هرنيو چارو وزيرې کوندوليزا رايسانځور: AP

دغه خبره کوندوليزا رايس د «جرمن مارشال فوند» د ټولنې په وړاندې په يوه وینا کې کړی. د امريکې د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره کوندليزارايس له روسيې سره په غيرديپلوماتيکه بڼه اوسخته لاړه. داسې چې ته به وايې کونداليزا رايس د خپلې دندې په وروستي پړاو کې يو ځل بيا د مسکو په پته له غلطې پوهيدنې پرته يو زيکنال استوی.

د نولسمې پيړۍ تزاري روسيه او د يوويشتمې پيړۍ نا مرموزه روسیه په يو وخت کي يو د بل تر څنګ نه سره جوړيږی. د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې ټينګار وکړ، څوک چې په آزاد ملت ګوزار وکړی او په سيستماتيکه توګه يی تحقير کړی، لکه روسيه چې يی کوی، هغه بايد د امريکې د متحدو ايالتونواو اروپا مقاومت احساس کړی.

رايس چې د پنجشنبې په ورځ يې په واشنګتن کې وينا کوله وويل چې د روسيې مشرتابه کولای شی په راتلونکې کې ښې سياسی پريکړې وکړی. مسکو د روسيې راتلونکې په لاس کې لری.

د رايس په پخلاينې پوری اړوند وروستی زيکنال په مشخصه موخه ورکړل شو: لا په دې اونی کې به په واشنګتن کې د ايران د تعزيراتو په هکله له روسيې سره يوځای مشورې وشی.

کونداليزا رايس پوهيږی چې په ملګرو ملتونو کې د روسيې د ويتو له حق پرته نه د ايران لانجه حل کيدلای شی او نه هم په افغانستان کې جګړه ګټل کيدای شی.