1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راينلند-فلس ته لنډه کتنه

۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د انګورو تپې، صنعتی دستګاوې،غوندۍ او لرغوني ښارونه ـ د راين درياب ددغو ټولو له خوا څخه تيريږی، څه شی چې د راينلند فلس خاصه ده. او د ښار تر شا هم سړی د طبيعت ډيرې ښکلې کارونې او او لرغوني ځايونه ليدلای شی...

https://p.dw.com/p/IAeE
کوبلينځ او په آلماني کنجی کي قيصر ويلهيلم د آس پر سر
کوبلينځ او په آلماني کنجی کي قيصر ويلهيلم د آس پر سرانځور: dpa

دآلمان په لويديځ کې د موزل او راين ددريابونو ترمنځ پروت او د آيفل، هونسروک او د فلس د ځنګلونو په منځنيو غرونو غزيدلئ ايالت رايلند فلس دئ چې په زراعت او په تيره د انګورو څخه د واين(شرابو) په جوړولو کې خورا نوم لری. له همدې امله يي د انګورو او شلغمو ځالی هم بولي. د راين هيسين دانګورو او شرابو دغه سيمه په آلمان کې ترټولو ډیرشراب توليدوی، او هرکال د شرابو نوي ډولونه راباسی. د اهر، موزل او سار په سيمو کې هم شراب توليديږی.

راينلند - فلس د عرضې لپاره ډير څه لری: د منځني راين په دره کې د «لورالای تيږې» نه يواځې د يونسکو د نړيوال ميراث په توګه بلل کيږی بلکې په آلمان کې د بهرنيو سيلانيانو د پام وړ ليدنځايونو څخه هم ګڼل کيږی. د آلمان له لرغونو ښارونو څخه د ترير ښار، د موزل دره او اورغورځوونکی آيفل په خپلو جيولوجی په زړه پورې معلوماتو سره د سيلانيانو د پام وړ دی. دايالت په پلازمينه ماينڅ کې ۵۰۰ کاله مخکې يوهانيس ګوتنبرګ دچاپ هنر اختراع کړ. په شپيير کې د کليسا جوړښت د آلمان د کليسا جوړونې تر ټولو دپام وړ جوړښت دی. په هغو کې د آلمان د قيصرانو او پاچاهانو تر اتو نه کم نه دی ښخ شوی.

د منځني راين درې ته يو نظر
د منځني راين درې ته يو نظرانځور: AP

په زړه پورې زراعت او لرغونتوب

که څه هم چې د جوړښت له پلوه دغه ايالت زراعتی دی، خو راينلند – فلس د کيميايي دواجوړولو مرکز هم دی، لکه په لودويګسهافن کې « BASFباسف» او يا په اينګلسهايم کې « بورينګر» شرکتونه. باسف په ۲۰۰۷ زيږديز کال کې په نړيواله کچه له ۵۷ ملياردو ايرو نه ډيره خالصه ګټه درلوده. بورينګر په آلمان کې په کورنۍ کې پاتې وروستی دارويي شرکت دی.

معلومات

نفوس: ۴،۰۴ مليارد تنه

مساحت: ۱۹،۸۵۳مترمربع

پلازمينه: ماينڅ

د بنسټ نيټه: ۳۰.۰۸.۱۹۴۶

اقتصادی اهمې څانګې: کيميا او ماشين جوړونه

که راينلند - فلس په نولسمه پيړی کې وجود درلودلای نو په ترير کې زيږيدلای کارل مارکس به ددغه ايالت نوميالئ زوی وای. خو اوس دا وياړ د آلمان د پخواني صدراعظم هيلموت کول دی.

دانيل شيشکوويڅ